نړۍواله ټولنه دې د انساني‌قاچاق ضد مبارزې کې له افغانستان سره همکاري وکړي

له انساني‌قاچاق سره د مبارزې شبکې مسوولانو نن (دوشنبې) کابل کې له انساني‌‌قاچاق سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخې کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د دوی په‌ وینا، د یادې شبکې یوازینۍ موخه له انساني‌قاچاق سره مبارزې کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

د یادې شبکې غړي په نړۍوالې ‌ټولنې هم غږ کوي چې له انساني‌قاچاق سره د مبارزې برخې کې د افغان ‌حکومت مالي ‌ملاتړ وکړي او فشار راوړي چې د انساني‌قاچاق پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.

د دې شبکې غړي حبیب‌الرحمان ننګ وویل، شبکه یې له انساني‌قاچاق سره د مبارزې په موخه خلکو ته د عامه‌پوهاوي ورکولو ترڅنګ له افغان‌دولت او ځېنو کورنیو او بهرنیو موسېسو سره هم همکاري کوي.

د انساني‌قاچاق سره د مبارزې شبکه له افغان‌ دولته غواړي چې د دې قاچاق د مخنیوي له‌پاره د انساني‌‌قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون سره ګډ‌ کار وکړي، هرکال د انساني‌قاچاق کلني راپورونه خپاره کړي او له نړۍوالو پروتوکولونو سره سم، د انساني‌قاچاق پر عاملانو قانون تطبیق کړي.

افغانستان کې د انساني‌قاچاق، د جنسي ‌ګټې اخېستلو، د بدن غړیو پلورلو ترڅنګ، د نورو ناوړو موخو له‌پاره کېږي چې تل یې د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او دولتي ادارو اندېښنې راپارولې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام