ننګرهار کې پر یو ۶ کلن ماشوم جنسي‌تېری

 

پرون د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد کې د یو غیرمسوول وسله‌وال قوماندان ساتونکي پر یو شپږ کلن ماشوم جنسي‌تېری کړی او بیا یې د هغه د وژنې هڅه هم کړې‌ده.

دا پېښه د جلال‌اباد ښار شپږمې ناحیې کې شوې.

د جنسي‌تېري قرباني ماشوم پلار سهیل وايي، پر زوی یې د عظیم‌الله په نوم د غیرمسوول قوماندان ساتونکي لومړی جنسي‌تېری کړی او بیا یې د هغه د ویشتلو هڅه کړې؛ خو قوماندان عظیم‌الله یې د وژلو مخه نیولې.

سهیل د ماشوم د پلار مستعار نوم دی.

سهیل وايي، قوماندان عظیم‌الله ورته د مرګ له ګواښ وروسته د هغې مېرمن په روغتون کې د ټولو خلکو په مخ کې وهلې هم ده.

نوموړی وايي، که حکومت یې د کورنۍ د عزت پوښتنه ونه‌کړي؛ نو د ولایت مقام مخې ته به ټوله کورنۍ ځان وسوځوي.

د متضرر ماشوم مور هم وايي، د قوماندان عظیم‌الله له لوري وهل شوې‌ده.

د ۶ کلن متضرر ماشوم یو ورور بیا وايي، د قوماندان عظیم‌الله یو ساتونکي پهلوان یې لومړی د کوچني ورور لاسونه او پښې تړلي او بیا یې پرې جنسي‌تېری کړی‌دی.

په ورته وخت کې د جلال‌اباد د حوزوي روغتون رییس ډاکټر احسان‌الله شینواري سلام‌وطندار ته وویل چې تېره ورځ روغتون ته دغه ماشوم وروړل شوی او له معایناتو وروسته جوته شوې چې پر ماشوم جنسي‌تېری شوی‌دی.

هغه وايي، اوس‌مهال دغه متضرر ماشوم روغتون کې دی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

هاخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم مني چې د قوماندان عظیم‌الله یو ساتونکي په یو ماشوم جنسي‌تېری کړی؛ خو زیاتوي، چې فاعل پهلوان نومی د پولیسو له لوري نیول شوی او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

هغه وايي، نیول شوی شخص زیانمنی کورنۍ ته هم ورښودل شوی او هغوی منلې چې نیول شوي شخص یې پر کوچني زوی جنسي‌تېری کړی‌دی.

خوږیاڼی وايي، نیول شوي شخص لا په خپل جرم اعتراف نه‌دی کړی؛ خو د پولیسو له لوري ترې څېړنې روانې دي.

کوښښ مو وکړ چې په دې موضوع د قومندان عظیم‌الله او تورن پهلوان نظر هم واخلو؛ خو بریالي نه‌شولو.

له دې مخکې هم د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې دوو وروڼو پر یوې نجلۍ د جنسي‌تېري هڅه کړې‌وه چې بیا د نجلۍ کورنۍ له هغو هلکانو تناسلي الې پرې کړې‌وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام