د ولسمشرسلاکاران، شرکتونه او اشخاص د ۱۵۸میلیونو افغانیو مالیې پوره‌وړي دي

زیاتره بنسټونو، شرکتونو او سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو د خپلو تبلیغاتو په بدل کې د پلازمینې ښاروالۍ ته ماليې نه‌دي ورکړي.

د مارشال فهیم بنسټ، د کابل ښار په چهلستون سرک، درېیم پروان څلور لارې، بره‌کي څلور لارې، دهن باغ، کلوله‌پشته، وزیر اکبرخان، پغمان خواته، خیرخانې کوتل او څو نورو ځایونو کې ۱۵ بیلبوردونه لري. د سلام وطندار د سندونو پر بنسټ، د مارشال فهیم بنسټ له ۱۳۹۱ کال تر ۱۳۹۶ کال پورې هرکال ښاروالۍ ۱ میلیونو ۲۰۰ زره افغانۍ مالیه ته نه‌ده ورکړې. خو د مارشال فهمیم بنسټ فرهنګي مسوول نجیب باور وايي چې د دوی بنسټ د نوموړي له مړینې یو کال وروسته جوړ شوی او له ښاروالۍ نه نه‌دی پوړه‌وړی.

سره له‌دې چې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د وزیرانو شورا دارلانشا‌ء او چارو ادارې عمومي رییس صادق مدبر د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړۍ معاونیت مکتوب په ځواب کې لیکلي وو: «باید ووایم چې ځېنې خصوصي او تبلیغاتي شرکتونه د هېواد ملي شخصیتونو له نوم او بنسټ څه په استفادې د ښار په بېلابېلو برخو کې د بیلبورډ اجازه اخلي او د کم وخت له تېرېدو وروسته د محترمو شخصتونو انځورونه لېرې او له بیلبورډونو د خپلو سوداګریزو اعلانونو له‌پاره کار اخلي» ښاغلی مدبر د یونس قانوني له همدې امر سره موافقه کوي.

د لوحو تنظیم مدیریت په ۸۹۰ شمېرې مکتوب کې لیدل کېږي چې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د ۱۳ بیلبوردونو لګولو امر د کابل ښاروالۍ کلتوري خدمتونو رییسې راحلې کوهستاني له‌خوا تایید شوی‌دی.

د مارشال فهیم بنسټ مسوولانو څرګندونو او ښاروالۍ سندونو پر بنسټ هېڅوک په پلازمېنې کې د مارشال قسیم فهیم بیلبوردونو د پور نه‌ورکړې مسوول نه‌دي.

د احمدشاه مسعود بنسټ هم وزیر محمداکبرخان څلور لارې، مرادخواني، پل ِارتل، جوی‌شیر، د قصبې سړک، کارته‌نو، باغ‌بالا، د سرای‌شمالي څلور لارې، د سرسبزي څلورلارې، د خیرخانې کوتل سړک او څو نورو سیمو کې ۱۵ لویې دړې لري.

دغه لویې دړې ډېرې د پلازمېنې لومړۍ درجه سیمو کې لګېدلې دي.

د احمد‌شاه مسعود بنسټ، له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۶ کال پورې شاوخوا ۹ میلیونه او ۲۱۶ زره افغانۍ کابل ښاروالۍ ته د مالیې نه ورکولو له امله پوره‌وړی دی.

ومو غوښتل په‌دې اړه د احمدشاه مسعود بنسټ چارواکیو نظر هم واخلو؛ خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

د دوستم بنسټ هم یوازې د ۱۳۹۷ کال یوې ربع کې د ښار په کچه د د لویو دړو مالیې نه‌ورکولو له درکه کابل ښاروالۍ څخه ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ پوره‌وړی دی.

د ولسمشر غني لوړپوړی سلارکار جنرال دین‌محمد جرئت، د امنیت شورا مرستیال او د جهاد او مقاومت د بهیر مشر کابل ښاروالۍ ته ۱ میلیون او ۲۳۶ زره افغانۍ مالیه نه‌ده ورکړې.

د خصوصي بنسټونو او شرکتونو ترڅنګ، دفاع وزات، د عامې روغتیا وزارت، د مالیې وزارت، د حج اوقافو وزارت او د اوبو او برېښنا وزارت هم د خپلو لویو دړو مالیې د نه‌ورکولو له درکه، کابل ښاروالۍ څخه پوره‌وړي دي چې تر نورو زیات دفاع او د عامې روغتیا وزارت ډېر پوره‌وړي دي.

دفاع وزارت د کابل ښار په کچه ۲۲ ناحیو کې ۴۷ لویې دړې لري چې له‌دې لارې باید کال کې ۳ میلیونه او ۳۸۴ زره افغانۍ کابل ښاروالۍ ته ورکړي.

د ۶ کلونو په تېرېدو سره، د دفاع وزارت د پور کچه ۲۰ میلیونه او ۳۰۴ زره افغانیو ته رسېږي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، د دغه وزارت ټول بیلبورډونه د پوځي قطعو تر نفوذ لاندې سیمو کې دي او د دې وزارت هغه د ولسمشر حکم پر بنسټ له مالیې ورکولو معاف دي.

د دفاع وزارت ترڅنګ یو شمیر تبلیغاتي شرکتونو هم چې زورواکیو او مشهورو کسانو پورې اړه لري؛ خپلې ماليې نه‌دي ورکړي. په‌دې ډله کې د افغان مشعل شرکت تر ټولو زیات پوړه‌وړی دی. سندونه ښيي هغه شرکت چې د افغان مشعل په نوم فعالیت کوي؛ د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي حاجي الماس زاهد اړوند دی او له ۱۳۸۹ کاله تر ۱۳۹۴ کال پورې يې شاوخوا ۴۴ میلیونه و ۴۹۷ زره ۱۸۰ افغانۍ مالیه نه‌ده ورکړې. په‌دې اړه مو هم وغوښتل چې د افغان مشعل شرکت مسوولینو نظر واخلو؛ خو حاجي الماس زاهد ته نږدې کسانو ته پرله‌پسې اړیکو سره ـ سره بیا هم سلام وطندار سره له خبرو يې ډډه وکړه.

له افغان مشعل شرکت وروسته مای سرویس دویم شرکت دی چې زیات پوره‌وړی دی. سندونه ښيي چې مای سرویس شرکت د کابل هوايي ډګر په منځ کې چې لومړي ځایونه ګڼل کېږي؛ ۳۸ تبلیغاتي لوحې لري او له ۱۳۹۱ کال راهیسې تر ۱۳۹۶ کال پورې ۲۸ میلیونه او ۳۲۰ زره و ۶ افغانۍ له ښاروالۍ پوره‌وړی دی. د مای سرویس ګروپ شرکت خدمتونو رییس میرویس یوسفي وايي، لس کاله کېږي چې افغانستان کې فعالیت کوي او ټول حسابونه يې پاک شوي او له ښاروالۍ پوره‌وړي نه‌دي. نوموړی دعوه کوي چې مای سرویس شرکت له ښاروالۍ سره هېڅ تړون نه‌لري او د کابل هوايي ډګر بیلبورډونه د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند په همغږۍ لګول شوي؛ نو له همدې امله د خپلو عوایدو ۵۱ سلنه ټرانسپورټ وزارت ته ورکوي.


د دې شرکتونو تر څنګ د سمارټ ایګل تبلیغاتي شرکتونه ۷ میلیونه او ۱۴۷ زره او ۸۰۰ افغانۍ، خپلواک احمدزی ۴ میلیونه او ۷۲ زره او ۴۸۹ افغانۍ، حیات شرکت ۴ میلیونه ۳۹۰ زره او ۹۷۸ افغانۍ، شهروند ۲ میلیونه او ۹۰۵ زره او ۳۹۲ افغانۍ، اطلس ۹۲۷ زره او ۳۶۰ افغانۍ، مفکوره ۸۴۷ زره او ۷۴۳ افغانۍ او د بهرنیو ژبو د زده‌کړو مرکزونه ۲ میلیونه او ۷۱۶ زره او ۵۶۲ افغانۍ د مالیې له قراره د کابل ښاروالۍ پوره‌وړي دي. هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د دې شرکتونو ـ چې د پور حجم یې ډېر دي ـ نظر هم راواخلو خو بریالي نه‌شولو.

د روغتیا وزارت هم پوره‌وړی دی. دې وزارت په کابل کې ۴۷ لویې دړې لګولي او له ۱۳۹۱ کال راهیسې یې کابل ښاروالۍ ته د یوې دړې مالیه هم نه‌ده ورکړې. روغتیا وزارت باید هر کال ۳۶۰ زره افغانۍ ورکړي چې له ۱۳۹۱ نه تر ۱۳۹۶ کاله پورې یې ټوله باقي‌داري ۲ میلیونه ۱۶۰ زرو افغانیو ته رسېږي. د روغتیا وزارت مالي رییس حفیظ‌الله سعادت سلام وطندار ته وویل، دا وزارت له کابل ښاروالۍ نه‌دي پوره‌وړی او د کابل ښار ډېرې تبلیغاتي دړې د وزارت همکاریو اینجوګانو او موسېسو پورې اړه لري.

د کابل اطفایې ریاست هم له ۱۳۹۱ لمریز کال راهیسې د خپلو لویو دړو مالیات نه‌دي ورکړي. دا ریاست باید هر کال ۴۸۰ زره افغانۍ ورکړي چې په وروستیو ۶ کالونو کې ۵ میلیونه او ۴۰ زره افغانۍ کېږي.

سره له‌دې چې د ځېنو وزارتونو او شرکتونو په پرتله د مشهورو حکومتي چارواکیو د مالیې پورونه کم دي؛ خو له‌دې کمو دولتي مالیاتي پورونو سره هم ښاروالۍ ته خپل مالیات نه‌ورکوي. د پخواني ولسمشر حامدکرزي د تره زوی شهید حشمت‌ خلیل کرزي کورنۍ ۸۰ زره افغانۍ، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ۳۶ زره افغانۍ، فیلسوف او ریاضي‌پوه محمدصدیق افغان  ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ، داودزی ګروپ ۳۴ زره افغانۍ، رحیم ګردزی ۴۵ زره افغانۍ او لسګونه نور شرکتونه د کابل ښاروالۍ د مالیاتو پوره‌وړي دي.

د کابل ښاروالۍ یوه سرچینه وايي، له‌دې ډلې ځېنې کسان نه یوازې چې ښاروالۍ ته مالیات نه‌ورکوي؛ بلکې د ښاروالۍ لیکونه نه ځوابوي او د دې ادارې کارکوونکي هم ګواښي او تحقیروي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام