
«له بودا سره یوه شپه» فرهنګي – هنري پروګرام د طالبانو په لاس د بودا مجسمې ورانولو د اتلسمې کلیزي په مناسبت جوړ شو.
دغه پروګرام «د یادون ډلې»، فرهنګیانو او سیمهییزو چارواکیو په نوښت د دوو ورځو لپاره جوړ شوی دی.
په دغه پروګرام کې د کتاب، انځورګري او عکاسي نندارتون، د«مدنیت او جوړجاړي» بحث او د بامیان ولایت د سیمهییزو خوړو نندارتون شامل دي.
د یادون ډلې غړې او له بودا سره د یوې شپې د اووم هنري ـ فرهنګي پروګرام سمبالوونکې زهرا حسیني نارین وایي، د یاد پروګرام د جوړولو موخه یې د تاریخي، فرهنګي او هنري شتو یادون او پیاوړتیا ده چې د طالبانو په لاس له منځه تللي دي.
فرهنګي جشنواره؛ بامیانو کې له بودا یو سره شپه جوړه شوه
طالبانو د بغلان د سره کوتل سیمې بودايي معبد ویجاړ کړ
نړول شوی بودا خپلې مېنې ته راوګرځېد
د افغانستان په فرهنګي سیاست کې د بودا خالي ځای

په بامیان ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر رییس جواد دادګر د طالبانو په لاس د د دغه ولایت د مجسمو ورانول جنګي جنایت بولي او د یادې ډلې محاکمه غواړي.
د بامیان ولایت والي محمدطاهر زهیر هم د بودا مجسمو ورانول وغندل او ویې ویل، که څه هم د دغه ولایت د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره ډېر کارونه شوي، خو اغېزناک نه وو.
طالبانو اتلس کاله مخکې د ۲۰۰۱ میلادي کال د مارچ پر ۹مه نېټه د صلصال او شهمامې مجسمې ورانې کړې.
دا مجسمې هنري شهکار ګڼل کېدې.





