نږدې ۲۰۰زره افغان معلول ماشومان له زده‌کړو محروم دي

له زده‌کړو محرومو ماشومانو ته د ډیټابیس جوړولو په موخه د پوهنې وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په کابل کې د «عامو او ځانګړیو زده کړو پراختیا اوهمغږۍ کنفرانس» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړه.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلولینو حقونو ملاتړ څانګې مسوول محمدعلي محبي غونډې ته وویل چې د هېواد له ۲.۷ ٪ معلولیت لرونکیو ۱۹۶ زره یې ماشومان دي.

د ښاغلي محبي په وینا، سره له‌دې چې دغه شمېر ماشومان د زده‌کړو پر شرایطو برابر دي؛ خو یوازې ۳۷۹۰ ماشومان له ځانګړیو او عامو زده‌کړو برخمن دي.

خو د پوهنې وزارت د شمېرو له‌مخې، اوس ۴۳۰۷ معلول ماشومان ښوونځیو ته ځي چې ۱۵۴۹ يې نجونې او ۲۷۵۸ یې هلکان دي.

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رییسه تورپیکۍ مومند وایي چې د ټول هېواد په کچه ۳.۷ میلیونه ماشومان له زده‌کړو پاتې دي چې معلول ماشومان هم په‌دې ارقامو کې راځي.

د مېرمن مومند په وینا، د معلولینو له‌پاره د دې وزارت پروګرامونو ښه تطبیق په موخه اړتیا ده چې د زده‌کړو پر شرایطو برابرو معلولو ماشومانو ډیټابیس جوړ شي.

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رییسې په خبره، د معلولو ماشومانو له‌پاره باید ډیتابیس د پوهنې وزارت په همکارۍ مخته یووړل شي چې وزارت هغوی ته د عامو او ځانګړیو زده‌کړو زمینه برابره کړای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام