د پکتیکا ځايي چارواکي، ولايتي شورا او ځايي خلک وايي، په تېرو څوو ورځو کې طالبانو د پکتيکا پر ځېنو ولسواليو بريدونه پيل کړي او ځېنې سيمې یې نیولې هم دي.
د پکتيکا امنيې قوماندانۍ وياند شاهمحمد ارين سلام وطندار ته وويل چې طالبانو د اومنې او ګيانې ولسواليو پر پوستو ډلهیيز بريدونه کړي چې ۹ طالبان پهکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شويدي.
سره لهدې چې د ځېنو سرچینو د ادعا پر بنسټ د طالبانو په بریدونو کې د ۱۲ دولتي سرتېرو د وژل کېدو او ۱۳ نور ټپیي کېدو خبر ورکړل شوی؛ خو ښاغلی ارين په وروستیو نښتو کې د ۴ امنيتي سرتېرو وژل کېدل او ۶ نورو ټپي کېدل مني.
د ده په خبره، سیمي ته تازه سرتېري رسېدلي او په سیمه کې جګړه روانه ده.
د پکتيکا ولايتي شورا ریيس بختيارګل همت سلام وطندار سره په اړیکه کې وويل چې د پکتيکا امنيتي وضعيت اندېښمنوونکی دی او که پام ورته ونهشي؛ ځېنې ولسوالۍ به سقوط شي.
ښاغلی همت وايي، په ګيانې او اومنې ولسوالیو کې له دوو ورځو راهیسې سخت جنګ روان دی او دوې پوستې د امنيتي ځواکونو له لاسه وتلې دي.
د ده په خبره، امنیت شورا او د سیمهيیزو ارګانونو ادارې ته یې د دې ولایت د خراب امنیتي وضعیت په اړه په ځلونو رسمي مکتوبونه لېږلي؛ خو د هغوی لهخوا یې کوم مثبت ځواب نهدی اورېدلی.
دغه راز، ځایي خلک او مدني فعالان وايي چې د پکتیکا امنيتي وضعيت تر ډېره خيالي پوليسو خراب کړیدی.