له څوو کلونو راهیسې د څوو خواوو له لوري د ولایت په نوم لانجې روانې دي. د میدانوردګ ولایت سلګونو اوسېدونکیو په مرکز میدانښار کې د ولایت مقام، ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر او کابل ـ غزنې لویه لاره د اعتراض په توګه وتړله.
د افغانستان د سیمهيیزو ارګانونو له لوري په لېږلشویو مکتوبونو کې دې ولایت ته د «وردګ» او ځېنو هغو کې د «میدانوردګ» کلمه کارول شوي؛ په همدې بنسټ ځېنې ولایتي واحدونه او ادارې په رسمي چارو کې د دې ولایت لهپاره د «وردګ» او ځېنې بیا د «میدانوردګ» کلمه کاروي.
د میدانوردګ د و لایتي شورا یو غړي او لاریونوال شریفالله هوتک سلاموطندار ته وویل چې سلګونو کسانو ځکه په میدانښار کې د دولتي ادارو دروازې وتړلې چې اړوند ارګانونه باید «وردګ» په «میدانوردګ» بدل کړي او پوهنتون هم له دشتېټوپ سیمې نه میدانښار ته ولېږدوي.
ښاغلي هوتک زیاته کړه، تر هغو به د میدانوردګ ولایت د ولایتي ادارې او ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر په ګډون د ټولو دولتي ادارو دروازې تړلې وي چې غوښتنې یې نهوي منل شوې.
پهدې اړه مو د میدانوردګو ولایت د مقام نظر اخېستلو هڅه هم وکړه؛ خو بریالي نهشو.