د قیصاري پلویانو د فاریاب ولایت ودانۍ ته اوراچولی

په فاریاب ولایت کې د قوماندان نظام‌الدین قیصاري د خلاصون په پار پيل شوی لاریون په تاوتریخوالي واوښت او کومانډويي ځواکونو په لاریونوالو ډزې کړي.

د پېښې له سیمې زموږ خبریال وايي،د کومانډويي ځواکونو له لوري ډزو لاریونوال وژلي او ټپيان کړي. خبریال د پېښې له سیمې د فاریاب مرکزي روغتون د بېړنۍ برخې مسوول ډاکټر احمدضیا خیرخواه په نقل قول وايي، تراوسه پورې ۱ جسد او ۶ تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي او ښايي شمېرې بدلون وکړي.

په فاریاب کې د قوماندان قیصاري راخوشې کولو په پار پر راوتلیو لاریونوالو له ډزو وروسته قهرېدلو لاریونوالو د ولایت ودانۍ ته اور اچولی دی.

د لاریون تاوتریخوالي پرمهال یو تن وژل شوی دی

ویل کېږي چې د نننیو لاریونوالو شمېره په زرګونو ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام