.jpg)
ټاکل شوې ده د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ۲ مشهور لوبغاړي نن شپه د لومړي ځل لهپاره په یو بل کرېکټ لیګ ( ویټلایټي بلاسټس) شل اوریزه کرېکټ سیالیو کې راڅرګند شي.
د انګلستان په کوربتوب ۲۰ اوریزه کرېکټ سیالۍ د لومړي ځل لهپاره په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوي چې تراوسه په بېلابېلو نومونه ترسره شوي او سږکال به د لومړي ځل لهپاره د نوي (سپانسر) له کبله د VITALITY BLASTS ترنامه لاندیې ترسره شي.
د سږکال په سیالیو کې به د لومړي ځل لهپاره درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسیخېل، راشد خان او مجیب ځدراڼ غوره شوي دي چې درې واړه انګلستان ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې ده د نن شپې په ۳ پلان شویو سیالیو کې چې د افغانستان په وخت د شپې ۱۰ بجې به پیل شي نبي عیسيخېل د لیسټرشایر لوبډلې په ګټه د نارټمپشایر لوبډلې خلاف او راشد خان د سسیکس لوبډلې په ګټه د ایسیکس لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
دغهراز دریم افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ به بیا د راتلونکې جمعې په ورځ د همپشایر لوبډلې په ګټه ګلمورګن لوبډلې خلاف خپله لومړۍ سیالۍ ترسره کړي.
.jpg)
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، د یادو سیالیو په دوام به د جولای په ۱۲مه نېټه راشدخان او مجیب ځدراڼ د خپلو لوبډلو په ګټه چې په یو ګروپ کې دي یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي خو په ګروپي سیالیو کې د نبي عیسیخېل له لوبډلې سره د راشدخان او مجیب ځدراڼ د لوبډلو د لوبېدو کوم چانس نشته.
د مجیب ځدراڼ د لوبډلې کپتان جیمز وینس دی چې ورسره په ۲ نورو بهرنیو لوبغاړو کې نیوزیلینډی کولن منرو او سویلي افریقایي ډیل سټین لوبیږي.
دغهراز د راشدخان د لوبډلې کپټاني لوک رایټ په غاړه لري چې ورسره نیوزیلینډی ټام بروس د بهرني لوبغاړي په توګه مل دی خو د نبي عیسیخېل د لوبډلې کپتاني کولن اکرمن په غاړه لري چې ورسره به د بهرني لوبغاړي په توګه پاکستانی ټيسټ بالر محمد عباس هم ملګری دی.
د انګلستان په سږکال ۱۶م پړاو کورنیو شل اوریزه کرېکټ سیالیو کې د انګلستان ۱۸ کاونټیو کرېکټ لوبډلې لوبیږي چې په ۲ ګروپونو کې به سیالۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې ده یادې سیالۍ به د سپټمبر په ۱۵مه نېټه پای ته ورسیږي چې په کې به ناټینهګم شایر لوبډله د خپلې تېرکال اتلولۍ څخه دفاع کوي.
په قانوني توګه د درې افغان لوبغاړو په شتون کې د سږکال انګلستان شل اوریزه کرېکټ سیالیو د قانوني خپرېدو خبر تراوسه کوم افغان تلویزون نه دی ورکړی خو ښایي په بېلابېلو لارو چارو مینهوالو ته د افغان لوبغاړو او یوشمېر نورې سیالۍ په ژوندۍ بڼه وښودل شي.