
یوازې د یوی ورځې په فاصلې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د جون له ۱۴مې د جولای تر ۱۵مې نېټې د ۲۰۱۸ کال د روسیې په کوربتوب د فوټبال نړۍوال جام د کوربه او سعودي عربستان لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ سیالۍ پیلېږي.
د سږ کال ۲۲م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لومړي ځل لهپاره په روسیه کی ترسره کېږي او د فوټبال نړۍ د ۶ وچو ۳۲ بهترینې لوبډلې پهکې د لوبېدلو په موخه روسیې ته رسېدلي دي.
برازیل د فوټبال نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو کامیابه لوبډله ده چې ۵ ځلې یې د دې جام اتلولي ګټلې ده؛ خو له ۲۰۰۲ کال راهیسي د بیاځلي اتلولۍ لهپاره ناکامې هلې ـ ځلې کوي چې په تېر ۲۰۱۴ کال فوټبال نړۍوال جام نیمهپای لوبې کې پهخپل کوربتوب د اتلې المان خلاف ۷ د ۱ ګول پر وړاندې له سترې ماتې سره مخ شوه.
دفاعي اتله المان بیا د سږ کال په فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د برازیل حساب برابرولی شي چی تراوسه یې ۴ ځلې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.
ایټالیي بیا چانس لرلو چې د سږ سیالیو دفاعي اتلې المان حساب برابر کړي او څلورمه اتلولي وګټي؛ خو په حیرانوونکي توګه د یاد هېواد فوټبال ملي لوبډلې د سږ فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته لاره پیدا نهکړای شوه.
انګلستان، فرانسې او اسپانیی هغه درې نورې لوبډلې دي چې یو ځل یې د اتلولۍ جامونه ګټلي؛ خو ارجنټاین او یوراګوایی بیا دوه ـ دوه ځلې د اتلولۍ جامونه ترلاسه کړيدي.
د فوټبال نړۍوالی جام سیالۍ له ۱۹۷۴ کال راهیسي په اوسني «فیفا نړۍوال جام» په نامه یادېږي؛ خو له ۱۹۳۰ تر ۱۹۷۰ کاله نړۍوال جام په «جولیس ریمیټ» یادېدلو.

د فوټبال په وروستیو ۳ نړۍوالو جامونو کې د ایټالیې، فرانسې او المان بریاوو اروپا وچه له امریکا وچې څخه ۱۱ د ۹ اتلولیو پر وړاندې مخکی کړه چې د فوټبال نړۍوال جام ترسره شوې اتلولۍ کې یوازې د دغو دواړو وچو یو هېواد ګټلی دي.
د فوټبال نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو مخکښ ګولوهونکی میروسلیف کلوز دی چې په ۴ نړۍوالو جامونو کې یې ۱۶ ګولونه وهلي دي؛ خو سږنیو سیالیو کې به د لوبغاړي په توګه نه، بلکې د المانۍ لوبډلې د روزنې دنده په غاړه ولري.
کریسټیانو رونالډو په ۱۵ ګولونو سره دویم او توماس مولر په ۱۴ ګولونو سره د مخکښو ګولوهونکیو په ډله کې درېیم مقام لري.
د فوټبال نړۍوال جام په تاریخ کې المانی توماس مولر هغه یوازینی لوبغاړی دی چې په یو نړۍوال جام کې یې ۱۰ ګولونه وهلي وو او سږ کال به هم د لوبغاړي په توګه د المان لهپاره ولوبېږي؛ خو په یو ټورنمېنټ کې بیا د زیاتو ۱۳ ګولونو ریکارډ په ۶ لوبو کې له فرانسوي فونټین سره دی چې په ۱۹۵۸ کال فوټبال نړۍوال جام کې یې وهلي وو.
د ۳۲ ګډونوالو لوبډلو په کتار کې انګلستان یوازینی هېواد دی چې د اوسنۍ لوبډلې ټول لوبغاړي یې پهخپل هېواد او هم د خپل هېواد په غورهلیګ کې لوبېږي؛ خو د مکسیکو هېواد فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي بیا یوولسم مقام لري چې د اوسنۍ لوبډلې ډېری لوبغاړي یې د خپل هېواد لیګ او ملي لوبډلې په پرتله د نړۍ په نورو لیګونو کې لوبېږي.
دغه راز د فوټبال نړۍوال جام سیالیو تاریخ ثابته کړې چې د سیالیو کوربه هېوادونه دویم پړاو ته رسېدلي دي او که روسیه هم د یوراګوایي، مصر او سعودي عربستان سره په ګروپ کی دویم پړاو ته لاره پیدا کړي؛ نو بیا به د ۲۰۱۰ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو کوربه سویلي افریقا لوبډله د دې جام د تاریخ یوازینۍ لوبډله وي چې په لومړي پړاو کې له مخکې تګ پاتې شوېوه.





