
په بلخ ولایت کې زرګونه زدهکوونکې نجونې د کانکور بایومتریک فورمې ترلاسه کولو لهپاره د مزار ښار په لوېدیځ کې فاطمه بلخي لېسې ته راغلې وې.
د نجونو له حده ډېره ګڼه ګوڼه او کمزوری مدیریت لامل کیږي چې یوه جلۍ ژوند له لاسه ورکړي او ۲۱ نورې نجونې ټپیانې شي.
د غلام علي لور زهرا د بلې جلۍ په غږ کې ساه ورکوي. دغه زدهکوونکې په مسوولانو نیوکه کوي او وايي، د کانکور په ازموینه کې به ګډون ونهکړي.
یوشمېر نورې نجونې پوهنې ریاست کې له ناقانونیو، د ښوونځي ادارې له لوري د وضعیت کمزوري مدیریت او د امنیتي ځواکونو له نه همکارۍ نیوکه کوي.
د فرشتې او تمنا په نومونو دوه زدهکوونکې وايي، د چارواکیو او واسطهلرونکیو نجونې له نوبت پرته فورمې ترلاسه کوي په داسې حال کې چې بېوزلې نجونې تر پښو لاندې کېږي او مري.
دوی وايي، په خپلو سترګو یې ولیدل چې داسې کسان وو چې لوړپوړي یې راوستل او فرمې یې ترلاسه کړې.
په مزار ښار کې د ابن سینا حوزوي روغتون مشر ډاکتر نورمحمد فیض، دغه پېښه کې د یوې زدهکوونکې وژل کېدل او د ۲۱ نورو زدهکوونکو نجونو ټپي کېدل مني.
د بلخ امنیه قوماندان محمد اکرم سامع د پېښې رامنځ ته کېدو لامل له حده ډېره ګڼه ګوڼه بولي.
دی په پوهنې ریاست نیوکه کوي او وايي، د کانکور بایومتریک فورمې باید په څو مرکزونو کې وېشل شوې وی.
له ډېرو اړیکو سربېره د بلخ پوهنې ریاست نظر مو ترلاسه نشو کړی.
په دې وروستیو کې د بلخ پوهنې ریاست په کړنو نیوکې ډېرې شوي تېره ورځ هم یوشمېر ښوونکیو د لاریون په ترڅ کې د پوهنې ریاست چارواکي په اداري فساد تورن کړل.





