وروسته له هغه چې ولسي جرګې کې د هرات استازي فرهاد مجیدي پهخپلې فېسبوکپاڼې ولیکل چې پرون امنیتي ځواکونو علياحمد عثماني ته د مزارشریف سفر اجازه نهده ورکړې؛ دې خبرې په ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس وموند او ځېنو د امنیتي ځواکونو دغه چلن استبدادي کړنه وګڼله.
ښاغلي مجیدي سلام وطندار ته وویل، دی د صحنې شاهد و چې بلخ ته د علياحمد عثماني له سفر سره مخالفت او مخنیوی وشو او اجازه ورنهکړل شوه.
سره لهدې چې د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولانو د دې ستونزې په اړه رسمي دریځ نهدی څرګند کړی؛ خو پهدې وزارت کې یوې باوري سرچینې سلام وطندار ته وویل چې دې وزارت څلور ورځې مخکې د ښاغلي عثماني د سفر معلومات له کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او سیمهییزو ارګانونو سره شریک شويوو؛ خو پرون چې کله هغه غوښتل په الوتکه کې سفر وکړي؛ د الوتنې برخې مسوولانو ښاغلي عثماني ته د سفر اجازه ورنهکړه.
د سرچینې په وینا، کله چې د انرژي او اوبو وزیر له هغوی د منع کېدو لامل وپوښتلو؛ د الوتنې برخې مسوولانو وویل، امر ورته شوی چې د ښاغلي عثماني د الوتنې مخه ونیسي.
د سرچینې په وینا ارګ هڅه کوي چې اجرایوي ریاست کمزوری معرفي کړي او لاستهراوړنې او امتیازونه یې د ارګ په ګټه حساب کړي.
سرچینه زیاتوي، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله تل د انرژي او اوبو وزیر ملاتړ کړی او د وزیر د سفرونو د مخنیوي ستونزه یې له ولسمشر سره شریکه کړې؛ خو دا ستونزه تراوسه نهده حل شوې.
سرچینه همدارنګه وایي، د انرژي او اوبو وزیر، اجرایوي ریاست حکومت ته ورپېژندلی او د اجرایوي ریاست امر مني.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاحسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، ترڅو چې خپله ښاغلی عثماني پهدې اړه څه ونه وایي؛ ارګ نظر نه څرګندوي.
پهدې اړه د اجرایوي ریاست د دریځ پوښتلو هڅه هم وکړه؛ خو بریالي نهشو.
ښاغلي عثماني تر دې مخکې هم یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې ولسمشر دی د ټاپي پروژې پرانېستمراسمو ته نه و پریښی.