.jpg)
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکيو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ډېر ژر به په هېواد کې د کانونو ساتنې تر نوم لاندې یوه کمېټه جوړه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ځایناستې وزیرې نرګس نهان وویل، دا کمېټه به د دفاع او کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د ملي امنیت لوی ریاست په مرسته جوړه شي.
د اغلې نهان په وینا، د دې کمېټې جوړولو موخه د ټولو امنیتي قضیو څېړنه او د افغانستان کانونو پورې اړوند موارد دي.
.jpg)
د یو نړۍوال څېړنیز بنسټ موندنې ښيې چې د دولت مخالفې وسلهوالې ډلې په ځانګړي توګه داعش او طالبان د کانونو په ناقانونه کیندنه کې لوی لاس لري او خپل ډېر مالي امکانات له همدې لارې پوره کوي.
د یاد بنسټ وروستی راپور ښيې، د تالک ډبره چې په امریکا او اروپا کې د ماشومانو د پوډر جوړولو لهپاره کارېږي؛ داعشیانو او طالبانو له لوري استخراجېږي او له هېواده بهر د پلور لهپاره وړل کېږي.
په کال کې د تالک ډبرې له عوایدو د طالبانو ونډه ۳۰۰ میلیونه ډالره او د داعشیانو هغه سلګونه زره ډالره اټکل شوېده.





