
د فراه سیمهییز مسوولان په دغه ولایت کې له یوې ورځې سختې نښتې وروسته وايي چې څه باندې ۲ زره طالبان له نورو ولایتونو فراه ته راغلي وو چې دغه ولایت ونیسي.
د فراه والي عبدالبصیر سالنګی وايي په دې سختې جګړې کې چې تېره شپه پیل شوې وه طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او دغې ډلې ماتې خوړلې ده.
د عبدالبصیر سالنګي په وینا، دمګړۍ امنیتي ځواکونو په فراه ښار کې کور په کور چانیز عملیات پیل کړي دي او د فراه تر ټولو لېرې سیمې به هم له طالبانو پاکې شي.
ښاغلي سالنګي زیاته کړه په دې سختې نښته کې ۲۵ امنیتي سرتېري او څلور ملکیان وژل شوي دي او شاوخوا ۳۰۰ طالبان وژل او ټپیان شوي دي.
د فراه والي په دې نښته کې د ګاونډیو هېوادونو لاس لرل تاییدوي او وايي طالبانو په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې ماتې وخوړه او بالاخره هغو هېوادونو چې ګټې يې د فراه ناامنۍ کې دي طالبان يې تجهیز او ملاتړ یې وکړ چې دا ستر برید وکړي.

په ورته وخت کې د فراه امنیه قوماندان جنرل فضل احمد شېرزاد وايي، ایران د طالبانو په تجهیز او تمویل سره هڅه وکړه فراه ښار ونیسي او بندیان خوشې کړي.
د فراه د عامې روغتیا رییس عبدالجبار شایق سلاموطندار ته وویل، د فراه ښار تېرې ورځې له جګړې د امنیتي ځواکونو ۲۵ جسدونه، د ۴ ملکیانو جسدونه او ۷۴ ټپیان د دغه ولایت په روغتونونو کې ثبت شوي دي.
د ښاغلي شایق په وینا، د تېرې ورځې ټپیانو له ډلې ۲۰ هغه يې ملکیان او پاتې نور يې امنیتي ځواکونه دي.
دغهراز د فراه ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي د دغو بریدونو په پایله کې د استوګنې یوشمېر کورونه ویجاړ شوي او له حکومته غواړي له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.





