طالبانو تخار کې په مشروط ډول ۶ ښوونځي وتړل

وسله‌والو طالبانو نن ګهیځ د تخار ولایت ینګي‌کلا ولسوالۍ ۶ ښوونځیو دروازې وتړلې او ويې ویل، ترڅو چې د تخار د پوهنې ریاست له‌پاره د طالبانو نومول شوی رییس امیرمحمد مزمل د ملي امنیت له بنده خوشې نه‌شي؛ د ښوونځیو دروازې به تړلې وي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر د دې ستونزې د تایید ترڅنګ سلام وطندار ته وویل چې طالبانو د ینګي‌کلا ولسوالۍ پوهنې امر خبرداری ورکړی چې د یادې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو دروازې وتړي.

په‌دې ۶ ښوونځيو کې ۳ لېسې او ۳ يې متوسطې دي چې په کیلدیش او ایشان‌اباد سیمو کې موقعیت لري.

د تخار پوهنې رییس انجینر سمیع ابدیار وايي چې طالبانو د دغو ښوونځيو حاضري او ترقي‌تعلیم هم له ځان سره وړي دي او د خواجه‌بهاوالدین او ینګي‌کلا ولسوالۍ پوهنې امرینو ته يې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دغه ښوونځي وتړي.

په تخار کې یوې باوري امنیتي سرچینې سلام وطندار ته ویلي، طالبانو د دې ولایت ۵ ولسوالیو پوهنې امرینو ته خبرداری ورکړی چې د ښوونځیو دروازې وتړي.

خو د تخار والي ویاند بیا د طالبانو هېڅ ډول شرط نه مني او وايي، په هیڅ حالت کې د طالبانو پوهنې رییس نه خوشې کوي او د عملیاتو له لارې به ښوونځي بېرته پرانیزي.

طالبانو یوه اونۍ مخکې د تخار څوو ولسوالیو ښوونکي اړ کړي‌و چې د یادې ډلې د پوهنې نومول شوی رییس امیرمحمد مزمل خلاصون په موخه د تخار له ولایتي ادارې سره خبرې وکړي؛ خو داسې ښکاري چې له ولایتي ادارې سره د ښوونکیو خبرو ـ اترو کومه پایله نه‌لرله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام