
ځېنو هېوادوالو په خواله رسنیو کې د «۵۴ لکه افغانۍ بېرته ورکړه» په نامه یو کمپاین پیل کړیدی. د دې کمپاین موخه دا ده چې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د شخصي کارونو لهپاره د دولت له بودیجې نه لګولې پیسې بېرته ورکړي.
د دې کمپاینرانو په وینا، په هېواد کې ډېرې غلاوې کېږي؛ خو ښاغلي ابراهیمي د ۵.۴ میلیونو افغانیو پر اختلاص اعتراف کړی وو او ویلي یې وو چې دا پیسې بېرته د دولت بودیجې ته سپاري.
۸ میاشتې مخکې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي او دارالانشاء رییس خداینظر نصرت د فساد په اړه راپور خپور شو چې ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې په عمومي غونډې کې پرته له جزییاتو ومنله چې پهدې اختلاس کې لاس لري.
د ولسي جرګې رییس د کور او دفتر د کرایې او ښکلاييزو توکیو د پېر لهپاره د ولسي جرګې له بودیجې ۵.۴ میلیونه افغانۍ لګولې وې چې د رسنیو له رسوايۍ نه وروسته یې د یادو پيسو د بېرته ورکولو ژمنه وکړه. خو لهدې قضیې نه څو میاشتې وروسته لا هم دا پیسې نهدي ورکړل شوې.

مجیب ضیا، د «۵۴ لکه افغانۍ بېرته ورکړه» کمپاین پيلوونکی دی. هغه وايي، ښاغلي ابراهیمي د یو مهم بنسټ مشر دی. خلکو رایه ورکړې او باور یې پرې کړیدی. نوموړی باید له خپل موقف نه ناوړه استفاده ونهکړي.
خو د ولسي جرګې منشي عرفانالله عرفان د دې کمپاین پر پیلوونکیو باندې له نیوکې سره سلاموطندار ته وویل، هر څوک باید له هر ډول کمپاینه مخکې د موضوع په اړه لازم معلومات پیداکړي. د عرفان په خبره، دا پیسې د ښاغلي ابراهیمي شخصي لګښت لهپاره نه بلکې د ولسي جرګې امنیتي مسایلو لهپاره مصرف شوېدي او پهدې اړه باید د ولسي جرګې د امنیت مخکنۍ رییس غفار غورځنګ ځواب ورکړي چې اوسمهال له هېواد بهر دی.
پهدې اړه مو د ولسي جرګې د رییس عبدالرو ابراهیمي او د ولسي جرګې د دارالانشا رییس خداینظر نصرت نظرونو اخېستلو هڅه وکړه؛ خو له بیا ـ بیا اړیکو سره یې ځواب رانهکړ.
لهدې مخکې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون په ولسي جرګې کې د فساد په اړه لویې څارنوالۍ ته اسناد سپارلي وو؛ خو تراوسه دا لاسوندونه د لویې څارنوالۍ له لوري نهدي څېړل شوي.





