ځېنو مدني او ټولنیزو بنسټونو او د ولسي جرګې ځېنو غړیو د ارګ لهخوا د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو په غبرګون نن ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په نورو قومونو د یو ځانګړي قوم هویت تحمیلول ټولنیز کړکېچ او د هېواد وېش ته زمینه برابروي.
دې غونډې کې د ولسي جرګې غړي حفیظ منصور وویل، د رامنځته شوې ستونزې بنیادي حل لهپاره باید د افغانستان ترڅنګ د خراسان تاریخي نوم هم راوړل شي. هغه اجرایوي ریاست ته وړاندیز کوي چې په افغاني هویت د برېښنايي پېژندپاڼو وېش له پروسې سم دې اجرایوي ریاست په خراساني هویت د پېژندپاڼو وېش پیل کړي.
ښاغلی منصور د ملي وحدت شعار درغ ګڼي او زیاتوي، تر هغې چې یو بل حقوقو ته احترام ونهشي؛ هېڅکله به د ملي یووالي شعار رښتینی نهشي.
د ولسي جرګې غړیو او بنسټونو د غونډې په پای کې ځانخوښوونه، د خپل هویت تحمیلول او د نورو هویت حذفول د قرانکریم له صریح حکم او اساسي قانون نه سرغړاوی وګڼلو.
پهدې خبرپاڼه کې راغلي ارګ پهداسې حال کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېشل پیلوي چې د سیاسي اختلافاتو ترڅنګ د هېواد په ډېرو برخو کې جنګ روان دی.
اعتراضکوونکي خبرداری ورکوي، کهچېرې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر ونه درېږي؛ دوی به د افغانستان نوم په خراسان، ملي سرود له پښتو نه په فارسي او پولي واحد به له افغانۍ نه په بل نوم بدل کړي.
دوی د حکومت له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو وېشل د ۱۳۹۳ کال د ولسي جرګې له لوري د تصویب شوي قانون پر اساس غواړي.
د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، که یې غوښتنو ته ځواب ورنهکړل شي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.