د هېواد ۶۰سلنه ښوونځي تشنابونه نه‌لري

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ او د پوهنې وزارت کابل کې د پوهنې بهیر د کیفیت او امانتدارۍ څېړلو په تړاو غونډه وکړه.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرایوي مشر سیداکرام افضلي وايي، سره له‌دې چې افغانستان سره د نړۍوالو له لوري میلیاردونه ډالره مرسته شوې؛ خو بیا هم د پوهنې په وضعیت کې ښه‌والی نه‌دی راغلی.

د ښاغلي افضلي په وینا، د هېواد لسو ولایتونو کې په ۲۷۶ ښوونځیو د افغانستان د رڼښت څار بنسټ له لوري د شوو څېړنو له‌مخې، ښارونو کې څه باندې ۸۰سلنه ښوونځۍ حفظ‌الصحي مسایلو او تشنابونو ته لاس‌رسی لري؛ خو د ټول هېواد په کچه ۶۰سلنه ښوونځي تشنابونه نه‌لري.

سیداکرام افضلي وايي، د افغانستان په زیاترو برخو کې د ښوونځیو د حفظ‌‌الصحې له‌پاره بودیجه نه‌ده ځانګړې شوې. د بېلګې په توګه کونړ ولایت کې د یوې نړۍ‌والې موسېسې له‌خوا د یو ښوونځي جوړولو په نقشه کې د تشاب له‌پاره ځای په پام کې نه‌دی نیول شوی.

نوموړی په افغان دولت او نړۍوالو بنسټونو نیوکه کوي او دا خپل مسوولیت ګڼي چې معارف له فساده پاک کړي او هېوادوالو ته د مناسبو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د ښاغلي افضلي په وینا، له ۵۰سلنې زیات ښوونځي ودانۍ نه‌لري او هېواد کې یوازې ۴۳ سلنه ښوونکي مسلکي دي.

له پوهنې وزارت دغه نیوکې داسې حال کې مطرحېږي چې د دې وزارت د چارواکیو په وینا، له ۱۳۸۶ نه تر ۱۳۹۶ کاله د پوهنې وزارت بودیجه له ۱۸.۵ سلنې ۱۰.۵ سلنې ته کمه شوې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام