پروان او کاپيسا کې د نوم‌لیکنې مرکزونو امنیت په جدي توګه نیول شوی

د پروان او کاپیسا ولایتونو زرګونو اوسېدونکیو او سیمه‌ییزو چارواکو د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د رایه ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر په ملاتړ غونډه ترسره کړه.

د پروان والي فضل الدین عیار وویل، دغه ولایت کې د رایه ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر د ټولو مرکزونو امنیت تامین دی او خلک باید په ډاډه زړه د رایه ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر کې ګډون وکړي.

له دې سره د ولسي جرګې ځېنې غړي د رایه ورکوونکیو په نوم‌لیکنې بهیر نیوکه کوي او وايي، که چېرې دغه لړۍ همداسې روانه وي د نوم‌لیکنې بهیر به تر راتلونکیو دوو کلونو هم پای ته ونه‌رسیږي.

پروان کې د رایه ورکوونکیو له نوم‌لیکنې بهیر نه په ملاتړ د دغې لویې غونډې له ترسه کولو سره په یو وخت کې پکتیا او بامیانو ولایتونو کې هم ورته غونډې ترسره شوې دي.

دغو غونډو کې هم له هېوادوالو وغوښتل شول ترڅو پرته له کومې وېرې  په ډاډه زړه د رایه ورکوونکیو نوم‌لیکنې بهیر کې برخه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام