داعشیانو نږدې وختونو کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ۵ ښوونځي ویجاړ کړي او د هغو ټول وسایل یې له ځان سره وړي دي.
د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن اسماعیل له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، پهدې پېښه کې د درزاب مرکزي لېسه او ۴ ښوونځي په قزلغوچ او مغلالقاني کې ویجاړ کړي او بیا یې چور کړيدي.
د ښاغلي اسماعیل په وینا، داعشیان ښوونځي ویجاړوي او له اوسپنیزو وسایلو یې ځانته ځمکتلي سنګرونه جوړوي.
د جوزجان د پوهنې رییس عبدالحی یشین هم وايي، پهدې ولایت کې د داعشیانو له زیاتېدو سره د ډېرو ښوونځیو دروازې تړل شوېدي.
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي د حکومت لهدې بېپامۍ نه په سرټکولو سره وايي، کله چې حکومت د پوهنې بهیر له نابودۍ ونه ژغورلی شي؛ هغوی ته نورې هیلې نه ورپاتې کېږي.