د بدخشان له جهادي قوماندانانو نذیرمحمد نیازي وايي، د ټاکنو پروسې لهپاره یې له ټولو ټولنیزو حوزو مرستې غوښتې او د رایورکوونکیو د نوملیکنې بهیر تر پایه به خپل حرکت ته دوام ورکړي.
د ښاغلي نیازي په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تبلیغاتو برخې نه پام ترڅنګ، خلکو په پېژندپاڼو باندې د رایورکولو سټېکر او د ناامنیو له کبله له یوې سیمې بلې سیمې ته د تللو پرمهال د طالبانو له وېرې خپلو پېژندپاڼو کې له په نښه کولو نه اندېښنه لرله.
دا جهادي قوماندان خلکو ته ډاډ ورکوي چې له امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ د خلکو امنیت تامینولو لهپاره هر ډول هڅې کوي.
د بدخشان د مرکز دوه اوسېدونکي عبدالبصیر حقجو او عبدالعلیم خدام، د ناامنیو زیاتېدل، ژمنو ته د حکومتي چارواکیو او د ولسي جرګې استازو نه پام، د ټاکنو پروسې پر وړاندې د خلکو د لېوالتیا کمېدل مهم لاملونه بولي.
خو ځېنې نور بیا وايي، خلک باید د چارواکیو بېپروايۍ له امله، ډیموکراټیکې پروسې له ننګونو سره مخ نهکړي.
لهدې سره د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مشر حمیدالله بلوچ وايي، د تېرو ورځو په پرتلې د رایورکوونکیو د نوملیکنې مرکزونو ته د خلکو مراجعې کچه لوړه شوې او هغوی یې د دې بهیر بریالیتوب په اړه هیلهمن کړيدي.
د ښاغلي بلوچ په خبره، په لومړیو ورځو کې خلکو پوهاوی نهلرلو؛ خو اوس د ورځې په تېرېدلو سره د خلکو لېوالتیا هم ډېریږي او د نوملیکنې کسانو شمېر ډېر شویدی.
سره لهدې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر چارواکي د رایورکوونکیو د نوملیکنې مرکزونو ته د مراجعینو له زیاتوالي خبر ورکوي؛ خو د بدخشان په مرکز کې د نوملیکنې له ۲۰مرکزونو نه د دغه کمېسیون راټول کړي معلومات ښيي، چې تېرو ۵ورځو کې د بدخشان ۵۰۰ اوسېدونکیو خپل نومونه ثبت کړيدي چې دا ډېر کم شمېر دی.