د اجرایوي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وايي، د نوم لیکنې مرکزونو کې د رایه ورکوونکیو نوم لیکنې بهیر په عادي توګه روان دی او هغه له خلکو غواړو دغه بهیر کې پراخ ګډون وکړي.
رحیمي نن ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، تر یو بریده په کاغذي پېژندپاڼو د جعل کارۍ زمینې مساعدې دي.
وايي، خلک په ټاکنو کې د رڼښت نه موجودیت په اړه اندېښنه لري او د ټاکنو په خپلواک کمېسیون یې باور له لاسه ورکړی، خو اوسمهال د ټاکنو ترسره کولو او نوم لیکنې بهیر تر یوې کچې شفافه شوی دی؛ له کبله به یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو بهیر هم شفافه وي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، د نوم لیکونکي د پېژندپاڼې ګڼه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ارشیف کې ثبتېږي او د ټاکنو په ورځ دغه کسان چې ارشیف کې یې د پېژندپاڼې ګڼه ثبت شوې وي، معتبره کسان پېژندل کېږي.
ښاغلی رحیمي له خلکو غواړي د منفي تبلیغاتو تر فشار لاندې رانهشي او ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
د رایې ورکوونکیو د نوم لیکنې بهیر پنځه ورځې وړاندې د ټول هېواد په کچه په رسمي ډول پیل شو، خو تېرو ټاکنو کې د درغلیو په اړه د خلکو ترخه تجربه په دغه بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون خنډ ګرځېدلې.