پېښه نن ګهیځ د غور ولایت مرکز فېروزکوه اړوند په برهخانې میدانک بازار کې شوېده.
فاطمه او اسحاق چې لهدې پېښې ژوندي راخلاص شوي، سلاموطندار ته وايي، دوی د ولایت مرکز په لور روان وو چې لهدې پېښې سره مخ شول. د شاهدانو په خبره، بریدګر دوه تنه وو او د پولیسو یونېفورم یې اغوستی و.
دغه دوه تنه وايي، بریدګرو لومړی د دوی ټول توکي واخېستل او وروسته یې سپرلیو باندې ډزې وکړې.
شاهدان زیاتوي، بریدګرو له ۱۲ تنو سپرلیو له ډلې ماشومانو او مېرمنو ته زیان نهدی اړولی؛ خو ۶ تنه نارینه سپرلیو له ډلې یې ۳ تنه ځای پرځای ووژل، دوه تنه یې ټپيان کړل او یو بل کس روغ پاتې شو.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د پېښې عاملان طالبان ګڼي او وايي، د یاد موټر ټوله سپرلۍ د دایکندي ولایت استوګن دي.
تراوسه کومې وسلهوالې ډلې د پېښې مسوولیت نهدی منلی.