په تخار کې د اوبو پر سر د قومي شخړو احتمال

د تخار د اوبو تنظیم ریاست چارواکي دې ولایت کې د اوبو له ۵۰سلنه کموالي خبر ورکوي، وايي چې د هوا په ګرمېدلو سره به د تخار د اوبو کچه له اوس نه نوره هم کمه شي.

تخار کې د اوبو تنظیم ریاست مشر سالم اکبر وايي، د سیند اوبه په روان کال کې د کرونګرو اړتیاوې نه‌شي پوره کولی او امکان شته چې د اوبو پر سره لویې قومي شخړې رامنځته شي.

ښاغلی اکبر زیاتوي، کندوز ولایت هم د تخار د اوبو په یوې برخې حق لري او اوسنۍ اوبه د دې ولایت د اوسېدونکیو اړتیا نه پوره کوي.

خو د تخار د کرنې ریاست چارواکي وايي، دې ولایت کې یې د اوبو پر سر د شخړو مخنیوي له‌پاره کروندګرو ته اطلاع ورکړې چې د شولو په کرلو کې کموالی راولي.

د تخار ځايي ادارې پرېکړې له‌مخې د بهارک او خواجه‌غار ولسوالۍ کرونګرو ته ویل شوي چې د اوبو کچې کموالي په دلیل شولې ونه کري.

د تخار د کرنې رییس سالم ساعي زیاتوي چې د اوبو کموالي له کبله به روان کال دغه ولایت کې د شولو کښت کې ۷۰ سلنه کموالی راشي.

د ده په خبره، کروندګر دې لوبیا او پیاز وکري چې کمو اوبو ته اړتیا لري او که حبوبات وکري؛ بیا اړ دي چې د اړتیا پر مهال اوبه ورکړي.

هر کال تخار کې په ۸۰ زره جریبه ځمکې شولې کرل کېږي؛ خو روان کال د اوبو د کموالي ستونزې له کبله یوازې د تالقانو ښار په ۳۰سلنه ځمکو وریجې کرل کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام