افغان حکومت له ډیورنډ فرضي کرښې هاغې غاړې ته برېښنا وېشي

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې ولسمشرغني په خوست ولایت کې د پوهنتون له ځېنو استادانو او ښوونکیو سره په لیدنه کې ویلي، افغان حکومت پتېیلې چې په راتلونکیو کلونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاغې غاړې اوسېدونکیو ته هم برېښنا ورکړي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دا برېښنا به د خوست، پکتیا او ننګرهار له لارې هاغې غاړې ته ولېږدول شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر دا خبره د پاکستان له لومړي وزیر شاهدخاقان سره هم شریکه کړې‌ده.

د خبرپاڼې په حواله، د خوست د پوهنتون او ښوونځیو استادانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ فرضي کرښې کې پرتو سیمو ته پام زیات کړي.

افغان حکومت په‌داسې حال کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاغې غاړې ته په راتلونکي کې د برېښنا د ورکړې خبره کوي چې په‌خپله د افغانستان د پلازمېنې برېښنا له تاجیکستان او اوزبیکستان نه راوارده شوې‌ده او د ژمي په موسم کې د کمښت او یا د پرې‌ کېدلو له امله د پلازمېنې ډېری برخې د برېښنا له ستونزو سره مخ وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام