د بدخشان کوکچې سیند فرعي حوزې مسوولان وايي، د اوبو سرچېنو د مدیریت او د اوبو وېش پرسر د لانجو مخنیوي لهپاره له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې جوړې شوي دي.
د کوکچې سیندي حوزې مسوول رفیع بهمن سلاموطندار ته وویل له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنو له جوړېدو مخکې د کانالونو ساتنه، خوندیتوب او د اوبو سرچینو مدیریت سترې ستونزې ګڼل کېدې خو د اوبو ۱۷ ټولنو له جوړېدو وروسته د مدیریت او د اوبو سرچینو کارولو ستونزې هوارې شوي دي.
د ښاغلي بهمن په وینا، له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې د شخړو مخنیوي ترڅنګ توانېدلي خلک د اوبو برابر وېش، ساتنې او له تخریبه د مخنیوي په برخو کې سره یو کړي.
بدخشان کې له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې مسوولان وايي د اوبو سرچینو مدیریت نوې بڼې په کارولو سره توانېدلي د ډېرو او لږو اوبو فصل جدول جوړ او ترڅنګ یې د اوبو برابر وېش فرعي ډلو په جوړولو سره د اوبو پر سر له سیمهییزو شخړو مخنیوي وکړي.
د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د یوې ټولنې مسوول بشیر احمد حارث سلاموطندار ته وویل، د ټولنو له جوړېدو سره د شخړو لامل پېژندلو ترڅنګ د ټولنې غړیو او مشرانو په واسطه ستونزې ژر حلیږي.
د کوکچې سیندې فرعي حوزې مسوولان وايي له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې د اوبو قانون پر بنسټ د سیندي حوزو ریاستونو په چوکاټ کې له څوو کلونو راهیسې جوړې شوې چې له دغه کار سره د اوبو سرچینو ګټه اخیستنه معیاري شوې.
د کوکچې سیند فرعي حوزې مسوولانو په وینا، د ویجاړو شویو سیمو جوړول، کانالونو بیارغونه، اوبو برابر وېش، د وچکالی په اړه خبرداری، د اوبو جریان کچې پربنسټ د کرنې سیستم تنظیم د دغو ټولنو اساسي دندې دي.