ودانیزو شرکتونو ټولنه: د کورنیو چارو وزارت خلاف به پراخ لاریونونه وکړو

د افغانستان نوین په نوم د ودانیزو شرکتونو ټولنه چې ۲۰۰ بېلابېل شرکتونه یې غړیتوب لري کابل کې خبري غونډې ته وویل، د امنیتي پوستو او ودانیو په شمول یې د کورنیو چارو وزارت له‌پاره شاوخوا ۳۱۳ ودانیزې پروژې بشپړې کړي خو د دوو کلونو په تېرېدو یې دغه وزارت پیسې نه دي ورکړي.

دوی وايي، دغه کار لامل شوی زیاتره شرکتونه د مالي ستونزو له کبله د ماتې ګواښ سره مخ شي.

د افغانستان نوین ټولنې رییس محمد داود طوتاخیل وویل، په کورنیو چارو وزارت یې له ۷ میلیاردو ډېرې افغانۍ پاتې دي که د روانې وري میاشتې تر ۱۸ نېټې یې پیسې ور نه کړل شي دا شرکتونه به تر لاس لاندو پروژو چارې وځنډوي.

دغه راز د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، که حکومت د ودانیزو شرکتونو ستونزې حل نه کړي دوی به د شرکتونو له هرې پریکړې ملاتړ وکړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، د ودانیزو شرکتونو ستونزه یې څو ځله اړوندو چاراکیو سره شریکه کړې، خو د هواري په برخه کې یې اقدام نه دی شوی.

نوموړي وايي، د دغه ډول بې‌غوریو او فساد له امله ورځ تربلې د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ واټن زیاتېږي.

ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلاموطندار ته وویل، د ودانیزو شرکتونو د پیسو ورکولو په اړه یې یو پلاوی هم ټاکلی و چې دا موضوع یې څېړلې او د ودانیزو شرکتونو پیسې به ډېر ژر ورکړي.

د ودانیزو شرکتونو ټولنې غړیو له دې وړاندې هم د خپل حق ترلاسه کولو په موخه لاریون کړی و او ستونزه یې ملي شورا سره شریکه کړې وه خو څرګندې پایلې یې نه درلودې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام