د غور ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې ولایت په روغتونونو کې کافي شمېر امبولانسونه نهلري. دوی وايي، د ستونزې او ناروغیو پرمهال اړ کېږي په کرايي موټرو او یا هم د څارویو په وسیله خپل ناروغان روغتونونو ته ولېږدوي.
د دې ولایت د اوسېدونکیو په خبره، د دغې ستونزې سربېره د روغتیايي مرکزونو لېرې والي له امله ډېره ځله پېښ شوي چې ناروغ په لاره کې ضایع شي.
د غور دوه تنه استوګن عبدالقدیر سلیمي او سیدرحمان رحماني د دغو ستونزو د یادونې ترڅنګ له حکومته وغوښتل د خلکو ستونزو ته پام وکړي.
دوی وايي، له دې مخکې یې هم د یادو ستونزو د حل لهپاره غږ پورته کړی دی، خو مسوولانو غوڅ اقدام نه دی کړی.
د غور ولایتي روغتون سرطبیب عارف لعلزاد د اعتراض کوونکیو د خبرو په تایید وايي، یوازې درې عرادي امبولانسونه په ولایتي روغتون کې موجود دي او دغه امبولانسونه هم په لازمو طبي وسایلو نه دي سمبال.
دی وايي، ښکار ده چې په دغو امکانانو ته نشي کولی د ناببرو او پراخو پېښو پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.
دغه راز د غور د عامې روغتیا رییس جمعهګل یعقوبي د خلکو ستونزې مني او وايي، ټاکل شوې په ۹۷ کال کې ۸ عرادې نوي امبولانسونه راولېږدوي.
د غور ولایت استوګن داسې مهال د امبولانسونو له کمښته شکایت کوي چې د دغه ولایت په زیاترو روغتیايي مرکزونو کې د متخصص ډاکټر په نهشتوالي سربېره خلک د درملو له کمښت سره مخ دي.