بامیانو کې د دوو میینانو له‌پاره د عدالت‌غوښتنې لاریون وشو

د بامیانو لسګونو اوسېدونکیو د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ چې د قدوس او مامورې په نوم یې دوه میینان سره بېل کړل.

د مامورې په نوم پښتنه د بامیانو د کهمرد ولسوالۍ اوسېدونکې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې له هزاره قدوس سره وتښتېده؛ خو سیغان ولسوالۍ کې د پولیسو له لوري له نیولو وروسته د بامیانو مرکز ته لېږدول شوه.

د بامیانو د ښځو چارو ریاست او د بشري حقونو ولایتي کمېسیون دفتر په لارښوونې، ماموره نومې پښتنه پېغله امن کور ته لېږدول شوې‌وه.

کومه پرېکړه چې د بامیانو والي، د بشري حقونو ولایتي دفتر، د ښځو چارو رییسې، د مامورې خپلوانو او د کهمرد ولسوالۍ مشرانو ترمنځ شوې‌وه؛ د هغې پر بنسټ ماموره کهمرد ولسوالۍ ته ولېږدول شوه.

خو نن د بامیانو لسګونو اوسېدونکیو لاریون وکړ او دغه پرېکړه د مامورې او قدوس د خوښې خلاف بولي.

د لاریونویو ګډونوال عبدالله دانش‌یار وايي، هغه وخت چې ماموره د امن له کوره ویستل کېدله؛ په ژړا او چېغو وهلو یې خپله نارضایتي څرګنده کړه او په چېغو ـ چېغو یې وویل، هغه کسان چې د دوی د ځان تضمین کوي؛ ښايي یو کال ژوندي پاتې شي او وروسته له هغې دوی دواړه ووژل شي.

د ده په خبره، د مامورې غوښتنې ته هېڅ پام ونه‌شو او هغو کسانو ته یې په لاس ورکړه، چې په جدي ډول یې د جینۍ غوښتنه کوله.

لاریونوالو ځايي چارواکي د قانون په ماتولو تورن کړل او د قدوس او مامورې د واده کولو غوښتنه یې کوله.

د قدوس کاکا خلیفه امین وايي، کله چې د قدوس کورنۍ د مامورې لیدو ته امن کور ته ورغلې وه؛ د امن کور مسوولانو د قدوس خپلوانو ته د لیدو اجازه نه‌وه ورکړې.

د قدوس تره د بامیانو والي په معاملې کولو تورنوي او زیاتوي چې ماموره یې د مولوي کبیر په نوم کس ته سپارلې ده. ویل کېږي چې مولوي کبیر د سیمي کوم خان دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام