
د بدخشان ولایتي شورا غړی طلب الدین قادري سلاموطندار ته وویل، په وردوج ولسوالۍ کې د وروستیو واورو ورېدو او د طالبانو حضور له امله، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي دي.
د ښاغلي قادري په وینا، د مواصلاتي لارو تړل کېدو له کبله، دغو ولسوالیو کې د خوراکي توکیو بیې لوړه شوي او خلک لومړنیو خوراکي توکیو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د قادري په خبر، د خوراکي توکیو بیې دومره زیاتې شوي چې زیاترکورنۍ یې د اخیستو وس نهلري د بېلګې په توګه یو من وطني وریجې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
نومړی وايي، د بدخشان سیمهییز حکومت د منظم پروګرام نه درلودو له امله، هر کال خلکو ته د مرستې رسولو او د طبیعي پېښو ځواب ویلو برخه کې ناکامه دی.
خو د بدخشان د والي ویاند فیصل بیګزاد وايي، د سیمهییز حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري اړو کورنیو ته د مرستې رسولو لهپاره چمتووالی نیول شوی دی.
ښاغلی بیګزاد زیاتوي، د بدخشان ادارې سرحدي ولسوالیو کې ستراتیژیکې زېرمې رامنځ ته کړي، چې د اړتیا په صورت کې به له دغو زېرمو خلکو سره د مرستې په موخه کار واخلي.
سره له دې چې د بدخشان سیمهییز چارواکي خلکو سره د مرستې لهپاره د چمتووالي خبر ورکوي، خو د ولایتي شورا یوشمېر استازي وايي، ځینو ولسوالیو کې له څو کلونو را په دېخوا د ستراتیژیکو ذخیرو په نوم خونې جوړې شوي، چې په بشپړه توګه تشې دي.





