.jpg)
په پېښور کې د افغان کډوالو «متحده ملي شورا» مشرتابه غړي ملک اول خان سلاموطندار ته وویل، د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه به له پاکستانه د هغو افغان کډوالو ستنېدو لړۍ پیل شي چې د کډوالۍ کارتونو نېټه یې پای ته رسېدلی ده.
ملک اول خان وايي، هره ورځ به له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کورنۍ افغانستان ته راستنېږي او په کرا کرا د دغو کډوالو د راستنېدو شمېره زیاتېږي.
د روان عیسوي کال پر لومړۍ نېټه د پاکستان حکومت پرېکړه کړې وه هغه افغان کډوال چې د کډوالۍ د کارتونو نېټه یې پای ته رسېدلې او شمېر یې شاوخوا یو میلیونو ته رسیږي؛ باید یوه میاشت کې له پاکستانه ووېستل شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي پاکستانیو چارواکیو سره خبرې روانې دي چې د کډوالو بېرته راستنېدو بهیر تر اپریل میاشت پورې وځنډوي.
.jpg)
میاخېل زیاتوي، حکومت هڅه کوي د کډوالو د کارتونو نېټه وغځول شي او په وینا یې شونې ده، ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شي.
ښاغلی میاخیل وایي هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په مرسته دغو کډوالو ته په هېواد کې دننه اسانتیاوې او کاري زمینې برابرې کړي.
دغهراز ولسمشر غني هم په دې وروستیو کې ویلي له ۱۸ تر۲۴ میاشتو پورې باید له ټولو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدو په اړه هوکړې لاسلیک شي.
د اټکلي شمېرو لهمخې اوسمهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي؛ ډیر هغه یې په ایران او پاکستان کې پراته دي.





