د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع سلام وطندار ته وویل چې طالبانو بېګا شپه د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنسک سیمه کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او له د ملي اردو له ۲۰ ډېر سرتېري یې وژلي.
د ښاغلي قانع په خبره، طالبانو لومړی په شپنیو وسلو د پوستې ساتونکي وژلي او بیا پوستې ته له ننوتلو سره سم یې د ملي اردو ټول سرتېري وژلي دي.
هغه زیاته کړه، طالبانو د امنیتي ځواکونو له وژلو وروسته د پوستې ټول تجهیزات له ځان سره وړي او پوستې ته یې اور اچولی دی.
په ورته وخت کې د فراه والي عبدالبصیر سالنګي د دې خبر پخلی کوي او وايي، چې طالبانو پهدې برید کې د ملي اردو له ۲۰ د کمو سرتېرو ژوند اخیستی دی.
طالبانو د دې خبر په تایید سره ویلي چې د ملي اردو له ۲۰ ډېر سرتېري یې وژلي او ۱۰ میله وسله یې هم له ځان سره وړې ده.
طالبانو څلور شپې مخکې هم د فراه ښار په شوالګا او د بالابلوک ولسوالۍ په فراهرود سیمه کې د امنیتي ځواکونو په درېیوو پوستو ډلهییزه بریدونه کړي وو چې د شوالګا پوستې په برید کې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شويوو او ۴ نور یې نیولي وو او دغه راز د بالابلوک ولسوالۍ په دوو پوستو هم یې برید کړیو چې ۱۷ امنیتي ځواکونه یې پهکې وژلي وو.