.jpg)
د اسپانیې لالیګا سیالیو د تاریخ تر ټولو مشهور او ریکارډ لرونکي فوټبال کلب ریال ماډریډ د اسپانیې فوټبال غورهلیګ (لالیګا) سیالیو کې د ګولونو شمېر ۶ زرو ته ورسولو.
د «ګول» وېبپاڼې د راپور لهمخې، د اسپانیې په لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې لومړی ځل شو چې کوم فوټبال کلپ دومره زیات ګولونه وهي.
ریال ماډریډ د روانو ۸۷م پړاو لالیګا سیالیو په دوام خپله وروستۍ لوبه له ریال بیټیس لوبډلې سره وکړه چې ۵ د ۳ ګولونو پر وړاندې پهکې ګټونکې شوه.
د ریال بیټیس خلاف سیالۍ کې ۲ ګولونه اسینسیو او یو ـ یو ګول بیا کریم بینزیما، کریسټیانو رونالډو او لوبډلمشر سرجي راموس ووهل.
د ریال ماډریډ لهپاره دغه کارنامه د لوبې په ۵۹مه دقیقه کې مارکو اسینسیو ثبت کړه چې د ریال ماډریډ لهپاره د سیالۍ درېیمه؛ خو د دې لوبغاړي په بېګانې سیالۍ کې دویم ګول و.
.jpg)
ریال ماډریډ د ۶ زرو ګولونو په وهلو لومړی اسپانوي او د اروپا ۶م کلب شو چې د خپل هېواد په غورهلیګ سیالیو کې دغه کارنامه ثبتوي.
د اسپانوي کلپ ریال ماډریډ پرته څلور کلپونه ایورټن، ارسنال، لیورپول، اسټن ویلا او مانچسټریونایټیډ دي چې د انګلستان فوټبال په غورهلیګ سیالیو کې لوبېږي.
ریال ماډریډ پهداسې حال کې ۶ زره ګولونه پوره کړل چې نږدې ده د انګلستان ایورټن کلپ د فوټبال په تاریخ کې هغه لومړی کلپ شي چې ۷ زره ګولونه ترسره کوي.
ریکارډ لرونکی اسپانوي فوټبال کلپ ریال ماډریډ په ۱۹۰۲ کال کې جوړ شوی او له ۱۹۳۱ کال راهیسي د اسپانیې په لومړۍ لیکه سترو «لالیګا» سیالیو کې لوبېږي.
ریال ماډریډ فوټبال کلپ که څه اوسمهال په روانو لالیګا سیالیو کې له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي؛ خو بیا هم په روان جام کې له بارسلونا، اټلاټیکو ماډریډ او ولنسیا لوبډلو څخه وروسته ۴م مقام لري.
.jpg)
ریال ماډریډ فوټبال کلپ په ترسره شویو ۸۶ پړاونو کې ټولټال ۵۶ ځلې د لالیګا سیالیو پایلوبې ته رسېدلې ده چې په ریکارډ سره یې ۳۳ ځلې د دې سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي او ۲۳ ځلې یې دویم مقام ترلاسه کړیدی.
د یاد کلپ د تاریخ تر ټولو مخکښ ګول وهونکي لقب له پرتګالي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو سره دی چې له ۲۰۰۹ کال راهیسي د ریال ماډریډ لهپاره لوبېږي.
کریسټیانو رونالډو په ټولو سیالیو کې د ریال ماډریډ په ګټه ۴۲۴ سیالۍ کړي او په ۴۳۲ ګولونو وهلو بریالی شویدی.
دغه راز رونالډو یوازې ۳ ګوله وروسته دی چې د لالیګا سیالیو په تاریخ کې د لیونیل میسي وروسته د دویم لوبغاړي په توګه خپل ۳۰۰ ګولونه هم پوره کړي چې اوسمهال ۲۹۷ ګولونه لري.





