
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست نن پهدې ولایت کې د ځايي کرنیزو پيداوارو په پار یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
په کونړ کې تېر کال هم د کرنې ریاست د کورنیو پیداوارو نندارتون جوړ شویو.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رییس انعامالله ساپي رسنیو ته وویل چې د دې نندارتون د جوړېدو موخه په ملي او نړۍواله کچه د کونړ کرنیزو پیداوارو ته بازار موندنه ده.
دغه راز، د کونړ د کرنې رییس زیاته کړه چې سږ کال پهدې ولایت کې دولتي او نادولتي بنسټونو یو میلیون نیالګي روزلي چې سر له ننه یې د کېنولو کمپاین پیل شو.

ښاغلي ساپي زیاته کړه، په دغو یو میلیون میوه لرونکیو او بېمیوې نیالګیو کې له نیمايي زیات خصوصي سکتور روزلي دي.
ګلاب چې دغه نندارتون ته یې بېلابېل میوه لرونکي او بېمېوې نیالګي او زینتي بوټي راوړي وايي، دا ډول نندارتونونه کرنیزو توکیو ته د بازارموندنې لهپاره ښه او اسانه لاره ده. دی وايي، لهدې چارې سره به کونړي ځمکوال د نیالکیو له کرکیلې سره مینه زیاته کړي او ممکن شوق به یې څو چنده زیات شي.

کونړ کې د نادولتي نرسریو استازی غوثالرحمان چې دې نندارتون ته یې بېلابېل نیالګي راوړي؛ وايي چې دغه ډول نندارتونونه په عامو ذهنونو مثبت اغېزکوي او دغه راز د کورنیو نیالګیو ترویج ته ښه زمینه برابرولی شي.
هغه وايي، کونړ کې د ستروسو په ځانګړي توګه ډول ـ ډول مالټو ښه پایله درلوده او دوی هم غواړي، دغه ولایت کې هر راز مالټې دود کړي.
ولسي خلک د کورنیو توکیو دغه ډول نندارې مثبتې ارزوي او باوري دي، که حکومتي ادارې دا ډول پروګرامونه لا ډېر کړي؛ نو عام خلک به د بهرنیو توکیو پر ځای له کورنيو پیداوار ګټنه وکړي.





