یوې ډلې انځورګرو ځوانو نجونو نن په کابل کې پر دېوالونو او سمټي خنډونو داسې انځورونه وکښل چې د سولې، خواخوږي، یو بل منلو او پاک چاپېریال درلودلو پیغامونه رسوي.
ټول انځورونه د فساد ضد مبارزې، سلام اچولو، بښنې غوښتلو، مهرباني، خواخوږي او له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي پر چورلیز راټول دي.
یوه انځورګره بهشته عابده وایي، له هغه ځایه چې حکومت د خلکو ستونزو لېرېکولو ته پام نهکوي؛ غواړي د انځورونو له لارې د خلکو ستونزې حکومتي چارواکیو ته وښیي.
یوه بله انځور ګره سهیلا احمدي وایي، چې د دغه کار یوه موخه یې د شنه چاپېریال ملاتړ دی.
انځور ګرې نجونې وایي چې انځورونه یې د سمون بڼه لري او هڅه کوي خلکو ته د انځورګري له لارې سوله ییز پیغامونه ورسوي.