غزني کې د ځانګړو زده‌کړو ښوونځي زده‌کوونکیو حقونو خوړل کېدل

د یاد ښوونځي یوشمېر زده‌کوونکي وایي چې د دوی د بدل اعاشې او ترانسپورټ پیسې حیف‌و‌میل کېږي.

د غزني د ځانګړو زده‌کړو ښوونځي یو زده‌کوونکی او د معلولینو حقونو یو فعال محمد رضا ذهین سلام‌وطندار ته وویل دغه ښوونځی فساد پرسر اخیستی دی.

په دې ښوونځي کې چې نابینایان او کاڼه کسان زده‌کړې کوي، مسوولین یې د دوی اعاشې او ترانسپورټ پیسې حیف‌ومیل کوي. 

د ښاغلي ذهین په وینا په داسې حال کې چې د ځانګړو زده‌کړو ښوونځي زده‌کوونکیو ته ۱۸۰۰ افغانۍ د بدل اعاشې له‌پاره په پام کې نیول شوي خو د ښوونځي مسوولین نابینا زده‌کوونکیو ته ۱۲۰۰ افغانۍ او کڼو ته ۵۰۰ افغانۍ ورکوي.

ذهین وايي، دغو زده‌کوونکیو ته د ترانسپورټ پیسې ځانته ورکول کېدې خو اوس یې درک ورک دی.

د غزني د ځانګړو زده‌کړو ښوونځي یو نابینا زده‌کوونکی حفیظ الله حسیني هم وایي د بدل اعاشې او ترانسپورت پیسو د ورکړې په اړه د ښوونځي نوم لیکنې پلاوي ژمنې عملي نه شوې. 

دغه زده‌کوونکی زیاتوي دلته خیالي زده‌کوونکي موجود دي او ټول امتیاز ورته حواله کېږي.

خو د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال نثار احمد ازاد زوی د دغو زده‌کوونکیو څرګندونې ردوی او وایي د نابینا زده‌کوونکیو ټولې پیسې په رڼه توګه ورکول کېږي او په وینا یې که دغه کسان هره ستونزه ولري باید له دوی سره یې شریکه کړي.     

څو ورځې وړاندې د غزني ولایتي شورا ځینو غړیو او د دغه ولایت پوهنې ریاست چارواکیو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې په دغه ریاست کې د کارکوونکو ګومارنو کې د ځانګړو سیاسي ډلو لاسوهنو په اړه شکایت کړی و.

د دوی په وینا دې لړۍ په یاد ریاست کې د فساد ضد مبارزې مخه ډب کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام