د وژل شوي سرتېري پلار: دفاع وزارت د زوی اکرامیه نه راکوي

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېری عجب ګل له څلورو کلونو دندې ترسره کولو وروسته له یوې نړۍ هیلو سره کورنۍ ته ورستنېږي او غواړي د جګړې له ستړتیاوو په کور کې دمه شي. خو ناخبره له دې دندې ته د ورستنېدو پرمهال د تل له‌پاره له کورنۍ یې غږ ناببره تری تم کېږي. عجب ګل د روان کال په جوزا میاشت کې له کندوز ولایت ته کندهار ته ځي چې د وسله‌والو طالبانو له خوا نیول کېږي او وژني یې؛ خو پلرني ټاټوبي ته د هغه د جسد لېږد څرنګوالي، د ملي دفاع وزارت نه پاملرنې او کورنۍ ته یې د سرتېري د اکرامیې نه ورکړې د نوموړي د کورنۍ د زړه درد لا زیات کړی دی.

د عجب ګل پلار محمد ګل له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د زوی جسد لېږد څرنګوالي او د حکومت نه پاملرنې له‌امله سخت شکایت کوي. د دې سرتېري پلار وايي، په میاشتو، میاشتو یې د زوی د خیرو خیرت او روغې سټې احوال له کورنۍ سره غوڅ شو او ناچاره د خپل زوی پلټنه یې پيل کړه، چې د یو موټر چلوونکي له‌خوا ورته د زوی د مړینې خبر ورسېد او ټیک میاشت وروسته یې د خپل زوی جسد پیداکړ.

پلار یې کیسه کوي، چې د زوی له مړینې وروسته څوځلې ۲۰۵ اتل قول اردو او ملي دفاع وزارت ته د وژل شوي زوی د اکرامیې له‌پاره ورځي؛ خو دغه وزارت یې د زوی اکرامیه نه ورکوي.

دی وايي:«زوی مې څلور کاله د اردو په لیکو کې خدمت وکړ او افغانانو سره یې همکاري وکړه؛ خو دغه حکومت اوس له موږ سره مرسته نه کوي.»

د وژل شوي سرتېري ورور رجب ګل وویل، د ورور د اکرامیې په موخه یې په ځلونو اتل قول اردو او ملي دفاع وزارت ته مراجعه کړې خو مسوولان ورته ویلي، چې عجب ګل له دندې منفک شوی دی او د اکرامیې په اړه یې د نه ځواب ورکړی دی.

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، د جګړې له سنګره د امنیتي ځواکونو د جسدونو او ټپیانو په لېږد کې هېڅ سرپه نه کېږي.

د رادمنش په خبره، که د عجب ګل کورنۍ کوم معتبر سند په لاس کې ولري کولی شي د هغه اکرامیه ترلاسه کړي.

دا یوازې د عجب ګل کورنۍ نه ده، چې د ملي دفاع وزارت د مسوولانو له‌خوا ورته پاملرنه نه کېږي؛ بلکې له دې مخکې هم د سلګونو وژل شویو سرتېرو کورنیو د دفاع وزارت د نه پاملرنې او د چارواکیو له دغه ډول چال چلنده شکایتونه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام