ځوانو افغان سفیرانو په سایکل د فرانسې سفر پیل کړ

د افغانستان د سولې ځوانو سفیرانو ۴ کسیزې ډلې نن له کابله د سایکل په‌واسطه په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ غږ اوچتولو او د سولې پیغام رسولو په موخه فرانسې ته خپل ټولنیز او کلتوري خوځښت پیل کړ.

دې ډله کې ۲ ښځې او ۲ نارینه دي چې ټاکل شوې‌وه د کابل د هنګرا څلور لارې یې د صحت‌عامې څلور لارې پورې له ۳۰ نورو سایکل ځغلوونکیو سره سیالۍ کړې وی؛ خو د دوی دغه سیالۍ د امنیتي چارواکیو سره د همغږۍ نه‌لرلو له کبله لغوه شوې.

د سیالیو د مسوولانو په وینا، د سولې ځوانو سفیرانو څلور کسیزه لوبډله به د سایکل په‌واسطه له ۸ هېوادونو تېره شي او په ۹م هېواد (فرانسې) کې به خپل سفر پای ته ورسوي.

ویل کېږي چې د سولې دغه ځوان سفیران به د تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، بیلاروس، پولینډ او جرمني له لارې فرانسې ته ورسېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د افغانستان د سولې ځوانو سفیرانو ډلې سره به په هر تېرېدونکي هېواد کې یوه ښځینه او یو نارینه سایکل ځغلوونکی سفیر هم ملګری کېږي او دا سفر به د ۲۰کسیزې ډلې په ملتیا پای ته رسوي.

ویل کېږي چې ټاکل شوې‌ده، دغه ۲۰ کسیزه ډله به فرانسې ته په رسېدو نړیوالو ته د سولې پیغام ورسوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام