
د ټاکنو د غوراوي کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ریاست ته له ۹ نوماندانو ازموینه واخیسته. په شرایطو د برابرو کسانو په نوم لړ کې لاندې نومونه راغلي دي:
د ولیسي جرګې د دارلانشا رییس عبدالقادر ځاځي، د ټاکنو کمېسیون پخوانی ویاند نورمحمد نور، غلامشاه عادل علیزی، د مشرانو جرګې غړی سیدحفیظالله هاشمي، پوپل حبیبي، د دفاع وزارت مالي او اداري رییس احمدشاه زمانزی، د کابل د ټاکنو کمېسیون رییس اولالرحمان رودوال، محمداسماعیل سهاک او عبدالحسیب لطیفي.
د غوراوي کمېټې باید له دې کسانو نه ارګ ته ۳ تنه ور معرفي کړي. د ټاکنو قانون د ۱۶ مادې پر بنسټ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون خالي شوې څوکۍ باید د هماغه قوم لهخوا ډکه شي چې کوم شخص څوکۍ نه مستعفي شوی وي.





