فوټبال نړیوالې شورا د افغانستان فوټبال فدراسیون د ټاکنو په اړه پرېکړه وځنډوله

د افغانستان فوټبال فدراسیون په ټولنیزو رسنیو کې د غوښتنو وروسته اخر هم نن د فوټبال نړیوالې شورا له‌خوا دوی ته د رالېږل شوي برېښنالیک متن رسنیز کړ.

د فوټبال فدراسیون له‌خوا په خپور شوي متن کې د فوټبال نړیوالې شورا د سرمنشي مرستیال زیونمیربوبان ویلي دي چې د افغانستان د ټاکنو د قضیې په اړه د ګومارل شوي پلاوي راپور نه دی بشپړ شوی.

د نوموړي په وینا، دوی ته د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ټاکنو د قضیې په اړه د ګومارل شوې نړیوالې او اسیایي شورا غړو ګډ پلاوي له‌خوا یوازې ابتدایي راپور رسېدلی چې وروستۍ پرېکړه پرې نشي کولای.

ښاغلي بوبان له ګومارل شوي پلاوي غوښتي دي چې دا مکتوب د افغانستان فوټبال فدراسیون په ټاکنو کې ښکېلو خواوو ته ولېږي او وروستی راپور فوټبال نړیوالې شورا ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۷ کال په اکتوبر په ۱۳مه نېټه کابل ته راغلل او د ۴ ورځو له‌پاره یې د افغانستان فوټبال فدراسیون په ټاکنو کې د ښکېلو خواوو سره ولیدل.

د ټاکنو له‌پاره د ښکېلو خواوو سره د لیدنو او خبرو وروسته د فوټبال نړیوالې او اسیایي شورا ګډ پلاوي خپل چمتو شوی لومړنی راپور د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د غړو فدراسیونونو غونډې ته د تېرکال ډیسمبر میاشتې په ۴مه نېټه وړاندې شو او پری بحث وشو.

د خپور شوي برېښنالیک له‌مخې، د فیفا یادې کمېټې د ‌یسمبر په ۴مه نېټه پرېکړه وکړه چې د بشپړ راپور تر رسېدو او ارزولو وروسته به د افغانستان فوټبال فدراسیون د ټاکنو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي او هم به د ګومارل شوي ګډ پلاوي سپارښتنې د راتلونکیو ګامونو او وروستۍ پرېکړې له‌پاره په پام کې ونیسي.

د یادونې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د اوسني مشر کرام الدین وروستۍ دوره د تېر ۲۰۱۷ کال په فېبرورۍ کې پای ته رسېدلې ده خو لاهم د ځای ناستي دنده پرمخ وړي.

افغان فوټبال فدراسیون وایي چې په ټاکنو کې د سیاسي لاسوهنې له‌کبله اوسمهال د مشر ټاکلو له‌پاره انتخاباتو ته زمینه نه ده برابره له‌مخې یې فوټبال نړیوالې شورا خپل ګډ پلاوی افغانستان ته راولېږه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام