
کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر ميلادي کال کې د طالبانو په بريدونو کې له ۲ زرو ډېر ملکيان وژل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له لوري په بريدونو کې تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال کې ۲۲۱۹ ملکيان وژل شوي او ۵۱۷۲ نور ټپيان شوي دي.
کورنيو چارو وزارت زياته کړې، چې دا کسان د طالبانو له لوري په هدفي وژنو، ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړې ماين چاودنو او بشري ضد حرکتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. ياد وزارت د ملکيانو په نښه کول جنګي جنایت ياد کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو لومړي ځل لپاره د ملکيانو د مرګژوبلې په اړه راپور خپور کړ.
د ياد راپور پر بنسټ په تېر ميلادي کال کې ۵۴۲۳ ملکيان وژل شوي او ۳۲۸۴ ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې راپور کې د ملکيانو د وژلو اصلي عاملان امريکايي ځواکونه، داعش ډله، د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس ګڼلي دي.





