
د عامې روغتیا وزارت ویاند نظامالدین جلال سلاموطندار ته ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د جلال په وینا، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د شاوخوا څلور زره ټرافیکي پېښو له کبله شاوخوا شل زره کسان ژوبل شوي او له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز وویل چې دوی به ډېر ژر د ۲۰۱۹ کال د وروستیو ۶ میاشتو د ټرافیکي پېښو په اړه هم راپور خپور کړي.
په همدې حال کې د ټرانسپورټ وزارت د ویاند مرستیال یوسف خان وایي، ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکیو د بېغورۍ له کبله کېږي.
نوموړی یاتوي چې ځینې لویې لارې هم تنګې او معیاري نه دي او دوی په پام کې لرې چې دغه لارې پراخې کړي.
یوسف خان دغه راز وویل چې دوی په وار وار د موټرچلوونکیو له اتحادیو سره ګډې ناستې لرلې، څو په لویو لارو کې له ټرافیکي سرغړونو ډډه وکړي او قوانین په پام کې ونیسي.
د کابل د ټرافیکو مدیر او د ټرافیکو ریاست سرپرست خان محمد شینواری وایي، په ښارونو کې د تېرو کلونو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې کموالی راغلی، په داسې حال کې چې په لویو لارو کې ټرافیکي پېښې کال په کال زیاتېږي.

د شینواري په وینا، په لویو لارو کې د ټرافیکي پیښو ستر لاملونه د موټرچلوونکیو بېغوري، د ټرافیکي قوانینو او نښو په پام کې نه نیول، په نشهيي توکیو د یوشمېر موټرچلوونکیو روږدتیا او داسی نور لاملونه دي.
هغه زیاتوي، په ډېری لویو لارو کې ټرافیکي کارکوونکي او ګزمې نشته؛ ځکه چې د هېواد په کچه د دوی ټول تشکيل شاوخوا ۳۳۰۰ کسان دي او نه شي کولای په دومره کم تشکیل په لویو لارو کې پرسونل او وسایط وڅاري.
د ټرافیکو لوی ریاست سرپرست وویل، دوی په ټرافیکي پیښو کې د کموالي او کنټرول په موخه وړاندیز کړی چې تشکیل یې پراخ شي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې هر کال د ټرافیکي پېښو له کبله سلګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي، خو اړوندو ادارو او حکومت په ټوله کې د دې ستونزې هوارولو لپاره د پام وړ کارنه دی کړی.
چارواکي وايي، تر ډېره د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو ستر لاملونه خرابې لارې، د ټرافیکي نښو کموالی او له ټرافیکي اصولو سره د موټرچلوونکیو نابلدي، د موټرچلولو پر مهال بېغوري او ګړندی مزل او پر لویو لارو د سفر پر مهال د موټرچلوونکیو له لوري د نشې کول د ټرافیکي پېښو او خلکو ته د مرګژوبلې اړولو اصلي لاملونه دي.
اړوند مطالب:
په هرات کې ۳۵ سلنه ټرافیکي پېښې کمې شوې





