
د پکتيا د ولایتي شورا غړي وايي، وسلهوالو طالبانو له هېواد موسسې غوښتي چې روغتيايي کلنيکونو ته درمل له پاکستانيو کمپنيو وپېري، د دوی ناروغانو لپاره اسانتیاوې برابرې او روغتیايي کارکوونکيو ته يې معاشونه ورکړي.
دوی د وسلهوالو له لوري پر روغتيايي خدمتونو محدوديت وضعه کولو اندېښمن کړي او وايي، د طالبانو دا ډول کړنې عام ولس ته زيان رسوي او د جګړې ټولې خواوې بايد له دې چارې لاس واخلي ګنې، د خلکو له کلک غبرګون سره به مخ شي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل او سخي جان وفايار وايي، د طالبانو یو شرط دا دی چې روغتیايي موسسې به له هغو پاکستانیو کمپنیو درمل پېري چې دوی یې وړاندیز کوي.

په همدې حال کې د هېواد موسسې رييس ډاکټر فضل الرحمان منګل وايي، وسلهالو ترې د دوی د درملنې لپاره د يو شمېر روغتيايي کارکوونکيو د ګمارنې غوښتنې هم کړي او دوی دا موضوع له خپلې مرکزې ادارې سره شريکه کړې او نهشي کولای وسلهوالو ته دا اساتیاوې برابرې کړي.د پکتیا د والي وياند عبدالله حسرت هم دا مني چې وسلهوالو طالبانو د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې د هېواد پر موسسې فشار راوړی تر څو یې غوښتنې و مني؛ خو زياتوي چې د وسلهوالو زور ته نه تسليمېږي.
د وسلهوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې هېواد موسسه د خلکو لپاره لازم روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کوي او دوی د ځان لپاره نه بلکې د خلکو لپاره ترې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.





