طالبانو په فاریاب کې یوه نجلۍ وژلې او جسد یې په باغ کې غورځولی

د فاریاب په کوهستان ولسوالي کې محلي چارواکي وايي چې طالبانو یاده سیمه کې یوه نجلۍ وژلې ده.

د کوهستان ولسوالي امنیه قوماندان محمدناصر خان د دغه خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب وسله‌والو څو ورځې وړاندې د دغې ولسوالي په لاشي سیمه کې یوه نجلۍ وژلې ده. د نوموړي په وینا، طالبانو د یادې نجلۍ جسد دوه ورځې پټ کړی و او تازه یې په یوه باغ کې غورځولی دی.

هغه وايي، «لاشي» سیمه د طالبانو په واک کې ده او په وینا یې، تراوسه د یادې پېښې لامل او انګېزه نه دي روښانه شوي.

وسله‌والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام