ولسمشر: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مذاکرات دې د طالبانو پر ځای له حکومت سره وشي

ولسمشر محمداشرف غني پرون د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې غونډې په څنډه کې له نړیوالو رسنیو سره په ناسته کې ویلي، افغانان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو په دې اړه باید له طالبانو سره نه، بلکې له افغان حکومت سره خبرې اترې وشي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې د ولسمشر له قوله لیکلي، «افغانان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو په تړاو یې خبرې اترې مهمې دي او که دا مذاکرات له طالبانو سره کېږي، د نورو جګړو د لړۍ د پیل په مانا به وي او که دا خبرې اترې له افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ دي.»

ولسمشر غني ویلي، حکومت ځکه اوربند غواړي چې په ۲۰۱۷ کې له طالبانو سره شوی اوربند لامل شو چې حکومت د سولې پر لار وغوځېږي او په وینا یې، یاد اوربند ۹۸ سلنه اغېزناک و.

ولسمشر محمداشرف غني ټینګار کړی چې افغانان د جګړې پای غواړي، د تاوتریخوالي کمول پایله نه لري، خو اوربند ښيي چې افغانان سیاسي ډیالوګ ته رښتینې ژمنتیا لري.

ولسمشر غني زیاته کړې، افغانان، په تېره ښځې شا ته نه ګرځي او که طالبان پر دغو برخو ټینګار کوي، زموږ د ټولنې لپاره د منلو نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام