افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د DNA معایناتو مرکز پرانستل شو

لومړي لپاره په هېواد کې د DNA ازموینو مرکز رامنځته او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه مرکز په داسې حال کې په فعالیت پیل کوي چې له دې وړاندې د DNA معاینات فرانسې او کاناډا ته استول کېدل او نږدې دوه میاشتې وخت یې اخيست چې پایله هېواد ته را ورسېږي او د قانوني ډاکټر په واک کې ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي، د دغه مرکز په فعالېدو سره به د افرادو د هویت د تثیبت، د زېږون د اړیکو پېژندلو، د اشخاصو د قومي او نژادي ریښو او دغه شان نورو مسایلو په اړه لا ډېرې او غوره اسانتیاوې چمتو شي.

د ملي یووالي حکومت اجرايه رییس عبدالله عبدالله هم په هېواد کې د DNA معایناتو د مرکز فعالېدل د جرمونو په کشف او د عدالت په پلي کولو کې یو اغېز ناک ګام بولي.

دغه راز د عدلي طب ریاست د خدماتو د وړاندې کولو امر وايي، له هېواده بهر د DNA د معایناتو ترسره کول ډېر زیات لګښت لري؛ خو په هېواد کې دننه د دغه شان معایناتو ترسره کېدو د لابراتوار په فعالېدو سره به دغه لګښتونه تر ډېره کم شي.

 افغانستان  له هغو کم شمېر هېوادونو دی چې په کې د DNA معایناتو مرکز موجود نه و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام