
په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د پلخمري ښار په الوان دښته کې د درېیمې امنیتي حوزې پر امریت برید کې د امر، د ټولي قوماندان او د هغه د مرستیال په ګډون، ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.
سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د یاد امریت تجهیزات له ځانه سره وړي او ودانۍ ته یې اور اچولی دی.
د سرچینو په وینا، د پولیسو د درېیمې حوزې د سمت د امر ساتونکي چې له طالبانو سره یې لاس درلود، یوشمېر سرتېري چې ټپیان وو، وژلي دي.
د بغلان د عامې روغتیا رییس محبالله حبیب وايي، له سیمې ۶ جسدونه او ۳ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې په وینا یې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د نوموړي په وینا، ۳ سرتېري په بشپره توګه سوځېدلي چې نه پېژندل کېږي.
د بغلان پولیس د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سیمې ته د یوه پلاوي د استولو خبر ورکوي، خو امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه وايي.
طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاد برید کې ۱۷ سرتېري وژل شوي او د هغوی ځینې تجهیزات یې وړي دي.