د زابل سيمهييز امنيتي مسوولان په دې ولايت کې د يوه پوليس له لوري د خپلې مېرمنې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند محمدلعل امیري سلاموطندار ته وويل چې قلات ښار کې د حميدالله په نوم يوه پوليس تېره شپه خپله مېرمن په تبر باندې وژلې ده.
اميري د يادې پېښې لامل کورنی تاوتريخوالي ګڼي او وايي چې پوليسو قاتل نيولی دی.
د نوموړي په وينا، نيول شوی کس په نشهيي توکيو روږدی دی.