
په پکتیا او خوست ولایتونو کې مېشتو د منګلو ستر قوم مشرانو او ځوانانو په خوست کې د دوه زره کسیزې راټولېدنې پر مهال په دولت غږ وکړ چې که د ۱۳۹۹ کال ملي بودیجه کې ونډه ور نه کړل شي نو د ارګ مخې ته به د پرلت خېمه ووهي.
دغه اعتراضیه غونډه چې د منګلو قوم د انسجام شورا جوړه کړې وه، د یاد قوم مشرانو وویل چې په ملي بودجه کې د منګل مېشتو ولسوالۍ له پامه غورځول شوې دي.
دوی زیاتوي، له دولته په به هغه مهال ملاتړ کوي چې په منګل مېشتو ولسوالیو کې بېلابېلې پراختیايي پروژې پیل کړي.
اعتراض کوونکيو وویل چې منګل قوم په ولسي جرګه کې استازي نه لري؛ نو ځکه ملي بوديجه کې ونډه نه ده ورکړل شوې.
د افغانستان د متحد ملت د دفتر ريیس رحمت الله مخلص او د منګلو د انسجام شورا غړي نوروز غړمبیوال وویل چې د خوست وکیلان د یوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او یوازې خپلې ولسوالۍ ته کار کوي.

د منګلو قوم د خوست ولایتي اداره هم تورنه کړه چې په خوست کې د منګلو دوه ګڼ نفوسه ولسوالۍ، موساخېل او قلندر ته پاملرنه نه کوي او زیاتوي چې د سیمې ولسوالان یې په فساد کې ښکېل دي.
خو د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې قلندر او موساخېلو ولسوالیو کې د بیارغونې کارونه په چټکۍ روان دي.
د ولسي جرګې له لوري د ۱۳۹۹کال مالي بوديجې په تصویب سره په یاده جرګه کې د خوست ولایت استازي محمد موساخاورین په خپله فېسبوک پاڼه د یاد ولایت د هغو ولسوالیو له اوسېدونکيو بښنه غوښتې وه چې په ملي بوديجه کې ونډه نه ده ورکړل شوې.
نوموړي لیکلي وو چې کومو ولسوالیو ته چې په بوديجه کې ونډه نه ده ورکړل شوې، په جرګه کې استازی نه لري.
تر خوست وړاندې د غور ولایت اوسېدونکيو هم په ملي بوديجه کې یاد ولایت ته د ونډې نه ورکړې په پار د اعتراض په ترڅ کې د یاد ولایت ولایتي ادارو دروازې وتړلې چې د حکومتي پلاوي په منځګړيتوب یې یوولس ورځنی اعتصاب پای ته ورساوه.





