
د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د نظامي ماموریت بودیجه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې له ۱۷ میلیارډه ډالرو نه د ۲۰۲۱ لپاره ۱۴ میلیارډه ډالرو ته را کمه کړې ده. د امریکا د نظامي بودیجې راپور پرون سهشنبه په پنټاګون کې وړاندې شو.
په تېرو اتلس کلونو کې دا تر ټولو کمه نظامي بودیجه ده چې امریکا یې د افغانستان لپاره ځانګړې کوي.
د پنټاګون د بودیجې په غوښتنه کې راغلي چې کانګرېس به له هېواده د بهر عملیاتو د بودیجې (OCO) په برخه کې د افغانستان لپاره د بودیجې په تعدیل کې له پنټاګون سره همکاري وکړي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي، پنټاګون په پام کې لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو نه ۸۶۰۰ زرو ته را کم کړي.

د امریکا د نظامي بودیجې په راپور کې راغلي، امریکا غواړي چې په افغانستان کې د بلکهاک جنګي چورلکو په برخه کې هم د پام وړ کموالی راولي.
امریکا په ۲۰۱۶ کې ژمنه کړې وه چې ۱۵۹ بلکهاک جنګي چورلکې به افغانستان ته ورکړي، خو د څلورو کلونو په تېرېدو سره یې یوازې ۵۳ هغه افغان ځواکونو ته ورکړې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، امریکا غواړي چې د بلکهاک جنګي چورلکو پر ځای، CH-47 Chinook چورلکې افغانستان ته ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بېګاه د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې او «تاوتریخوالي کموالي» په برخه کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی دی.
اړوند مطالب:





